د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان ته د عبوري صوبې حيثيت ورکوو: عمران خان


وزيراعظم عمران خان په دې اړه وضاحت او نور تفصيل ورنکړ چې عبوري صوبه څه معنا لري او کله به دا اقدام کوي.
وزيراعظم عمران خان په دې اړه وضاحت او نور تفصيل ورنکړ چې عبوري صوبه څه معنا لري او کله به دا اقدام کوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ګلګت بلتستان ته د عبوري صوبې حيثيت ورکولو پرېکړه کړې ده.

عمران خان د نومبر په لومړۍ نيټه په ګلګت بلتستان کې د سيمې د خپلواکۍ ۷۳مې کليزې په مناسبت يوې غونډې ته وويل چې دا پرېکړه يې د سيمي د اوسېدونکو غوښتنو ته په کتو کړې ده.

ده وویل، "زه د ګلګت بلتستان اوسېدونکو ته مبارکي ورکوم. موږ پرېکړه کړې چې ګلګت بلتستان ته به د عبوري صوبې حيثيت ورکوو. دا د دوي غوښتنه وه. موږ دا پرېکړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا له قراردادونو سره سمه کړې ده."

وزيراعظم عمران خان په دې اړه وضاحت او نور تفصيل ورنکړ چې عبوري صوبه څه معنا لري او کله به دا اقدام کوي. خو حکومت وار له مخه په سېپټمبر کې سيمي ته د صوبې حيثيت ورکولو اعلان کړی وو.

ګلګت بلتستان د پاکستان تر واک لاندې سیمه ده چې پخوا د "شمالي سیمو" په نوم یادېده.

په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د یوه امر په لاسلیکولو شمالي سیمو ته محدوده کورواکي ورکړه او نوم یې ورته ګلګت بلتستان کښېښود. خو پر دې سربېره د سیمې اییني حیثیت پوره روښانه نه دی.

په ۱۹۴۹ز کال کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر دا سیمه پاکستان ته سپارلې وه.

د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر او د ګلګت بلتستان ځینې سیاسي مشران د پاکستان د پېنځمې صوبې په توګه د سیمې حیثیت بدلولو خلاف دي او هند یې هم لانجمنه سیمه بولي.

همدا لامل دی چې د ګلګت بلتستان حیثیت ټاکل د کشمیر د لانجې له هواري سره تړل کېږي.

په ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان سپريم کورټ ويلي ول چې د ګلګت بلتستان اوسېدونکي پاکستاني وګړي دي او وفاقي حکومت ته يې امر ورکړی وو چې په دې اړه انتظامي او قانوني ګامونه واخلي.

په ۲۰۱۵ز کال کې وفاقي حکومت يوه کميتۍ جوړه کړې وه چې هغې ګلګت بلتستان ته د صوبې حيثيت ورکولو وړانديز کړی وو.

د سيمې اوسېدنکي د اييني او قانوني حثيت ورکولو غوښتنې کوي خو ځينې بيا دا دريځ لري چې د کشمير مسلې حل پورې دې يې حيثيت نه بدلېږي.

د پاکستان لپاره دا سيمي په جغرافيايي توګه ډیره مهمه ده ځکه چې د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي لار له دې ځايه شروع کېږي.

د قراقرام لويه لار د ګلګت بلتستان له خنجرابه د خيبر پښتونخوا تر پولې ۵۰۰ کلوميټره اوږوالی لري.

په ګلګت بلتستان کې د نومبر پر ۱۵مه د اسمبلۍ ۳۳ څوکیو انتخابات کېږي. د ۲۰۱۵ز کال انتخاباتو کې مسلم ليګ (ن) ۲۲ څوکۍ ترلاسه کړې وې.

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بټو زرداري هم ګلګت بلتستان کې دی. نوموړي د انتخاباتي کيمپېن پرمهال د ګلګت بلتستان له اوسېدونکو سره ژمنه کړې ده چې سيمې ته به د اييني صوبې حيثيت ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG