د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت بلتستان انتخاباتو کې پوځ نه ګومارو: الېکشن کمېشنر


ګلګت بلتستان کې پر یوه چېک پوسټ عسکر د ډیوټۍ پرمهال
ګلګت بلتستان کې پر یوه چېک پوسټ عسکر د ډیوټۍ پرمهال

د ګلګت بلتستان چيف الېکشن کمېشنر راجه شهباز خان وايي چې دا وار به د دې سيمې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو پر مهال د امنيت زمه وارۍ د پوځ پر ځای پوليس او سکاوټ ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه چې ټاکنې به رڼې، پاکې او ازادې وي. او پوځ به پکې هېڅ دخل نه کوي. الېکشن کمېشنر د دې خبرې وضاحت ونکړ چې په انتخاباتو کې به د پوځ دخل ولې نه وي خو د يولس اپوزيشن ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحريک ادعا کوي چې د ۲۰۱۸ م کال د ۲۵ مې جولايې په انتخاباتو کې پوځ د عمران خان په حق کې درغلي کړې وه. خو حکومت او پوځ یې ادعاوې نه مني.

په ۲۵ م اکتوبر له لندنه په کوټه کې د ياد تحريک جلسې ته په وينا کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف پوځ ته په اشاره وويل چې د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې يې په پولنګ سټېشنو قبضه وکړه ، ار ټي ايس يې بند کړل او تر څلور ورځو پورې يې د خپلې مرضۍ نتيجې جاري کړې چې د ده په خبره داسې نا اهل کس یې د وزيراعظمۍ پر څوکۍ کښېناوه چې له دوی د جرمونو په اړه پوښتنه ونکړي.

ده زياته کړه چې د پاکستان د اوسنیو ستونزو ذمه وار د پوځ مشر جنرال باجوه او د استخباراتي ادارې ای ايس ای مشر جنرال فیض حمید دي: ((نن د ټولو پوښتنو ځواب جنرال قمر جاوېد باجوا ته ورکول دي. جنرال فېض حميد ته ورکول دي جنرال باجوه صاحب تا ته د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې د پاکستان د تاريځ تر ټولو غټې درغلۍ او د ولس د مېنډېټ د غله کولو حساب ورکول دي. او جنرال باجوا صاحب تا چې د ايين او قانون په ماتولو سره عمران نيازي د ولس د مېنډېټ خلاف وزيراعظم جوړ کړو نو د دې حساب به ورکوی.)) که څه هم پوځ ، الېکشن کمېشن او حکومت په انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي او د ګلګت بلتستان د چيف الېکشن کمشنر د وروستيو څرګندونو په اړه يې څه نه دي ويلي خو د سياسي چارو پوهان وايي چې د اپوزيشن ګوندونو د يادې بيانيې له کبله پوځ د ګلګت بلتستان په انتخاباتو کې د څه قسمه کردار له لوبولو انکار کړی دی.

د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد په زيارت ورځ مشال رېډيو ته وويل دا ډېر ښه کار دی چې د ګلګت بلتستان د انتخاباتو پرمهال به د امنيت زمه وارۍ پوليس او سکاوټ سرتېري ترسره کوي. ((پوځ په پولنګ سټېشنو کې و او د وټونو اچولو په کوټه يا پولنګ بوت کې هم و او له پولېنګ سټېشنو په فوري توګه د انتخاباتي نتيجو لېږلو انټرنيټي نظام هم بند شو نو ځکه سياسي ګوندونه انديښنه لري چې د ۲۰۱۸ م کال په ټاکنو کې پوځ د عمران خان په حق کې درغلي کړې وه. نو زما په خيال د دغه انديښنو د لرې کولو په هدف دا پرېکړه شوې چې د ګلګت بلتستان په انتخاباتو کې به د پوځ کوم کردار نه وي.))

توصيف احمد وايي له دې ګام سره به انتخاباتي او جمهوري عمل تر ډېره حده پاک شي. همداراز څرګندونې په لاهور کې د سياسي چارو پوه امتياز عالم هم کوي خو نوموړي په زيارت ورځ مشال رېډيو ته وويل چې په ګلګت بلتستان کې د بې طرفه انتخاباتو لپاره الېکشن کمشنر ته نور ګامونه هم پورته کول پکار دي :((دا ښه خبره ده چې پوځ له انتخاباتو بهر وي خو الېکشن کمشنر په انتخاباتو کې د روانې ګډوډۍ مخنيوی نه کوي.وزيراعظم عمران خان او نور وزيران په دې ورځو کې هلته د پرمختيايي منصوبو اعلانونه کوي او دا ښه خبره نه ده ځکه چې له دې سره هغوي په انتخاباتو د اثر اچولو هڅه کوي.))

مشال راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه د حکومتي ګوند له غړو سره خبرې وکړو خو هغوی زموږ فون پورته نکړ.

د يادونې ده چې د پاکستان تر واک لاندې نيمه خودمختاره سيمه ګلګت بلتستان چې له چين سره پوله لري پکې د پاکستان مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د حکومت پنځه کلنۍ موده د روان کال په جون مياشت کې پای ته ورسېده او اسمبلۍ يې تحليل کړل شوه او نګران حکومت يې جوړ کړل شو خو د کورونا وبا له امله يې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وځنډول شول. اوس د ګلګت بلتستان د صوبايي اسمبلۍ د ۲۴ څوکيو لپاره انتخابات د روانې مياشتې په ۱۵ نېټه ترسره کيږي. دا انتخابات په وړمبي وار په ۲۰۰۹ م او په دوهم ځل په ۲۰۱۵ م کال کې ترسره شوي ول.

XS
SM
MD
LG