د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت بلتستان ولس له انتخاباتو څه تمه لري؟


د ګلګت بلتستان د انتخاباتو کمېشن له خوا په خپرو شویو رپورټونو کې ویل شوي چې د دې سیمې مجموعي ابادي له ۱.۲ میلیونه تر ۱.۹ میلیونه ده.
د ګلګت بلتستان د انتخاباتو کمېشن له خوا په خپرو شویو رپورټونو کې ویل شوي چې د دې سیمې مجموعي ابادي له ۱.۲ میلیونه تر ۱.۹ میلیونه ده.

په ګلګت بلتستان کې د قانون سازی اسمبلۍ انتخابات د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر ۱۵مه ترسره کېږي. په دې سیمه کې اووه نیم لاکه وګړي د رایې ورکولو جوګه دي.

د ګلګت بلتستان د ګڼ شمیر خلکو غوښتنه ده چې دا سیمه دې په رسمي توګه د پاکستان صوبه وګرځول شي. د دوي په فکر چې که د پاکستان په ایین کې داسې بدلون وشو نو دا سیمه به پرمختګ وکړي.

د دوي په وینا، دا ځکه چې له هغه وروسته به هلته ولس ته له ایین سره سم حقونه ورکړل شي.

د ګلګت بلتستان یو خبریال شبیر میر مشال راډیو ته وویل خلک غواړي چې تر هر څه وړاندې دې دوي ته اییني صوبه ورکړل شي.

ده وویل، "اوس دا د نوم تر حده صوبه ده، د صوبې تر جوړیدو وروسته به ګلګت ته چې کومه برخه روپۍ ورکول کېږي ، نو هغه به له ایین سره سمې وي او ممکنه ده چې هغه پېسې زیاتې هم شي."

په ګلګت بلتستان کې د قانون سازی اسمبلۍ ټاکنو لپاره کمپاین روان دی او د پاکستان د بېلا بېلو ګوندونو مشرتابه هلته خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي.

د مسلم لیګ نواز ډلې مرکزي مرستیالې مشرې مریم نواز، د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري، د تحریک انصاف ګوند وفاقی وزیر علی امین ګندا پور هم ورغلی او د خپلو ګوندونو لخوا راغونډو شویو جلسو ته یې ویناوې کړې دي.

په ګلګت بلتستان کې یو شمېر خلک د نه پرمختګ او بنیادي بشري حقونو له نیشتوالي هم سر ټکوي. په دوي کې یو د هنزه اوسیدونکی کامریډ بابا جان دی چې اوس بندي دی.

د ده ورور ناصر جان مشال راډیو ته وویل چې هنزه په ګلګت بلتستان کې د سېلګرۍ تر ټولو لوی ځای دی خو اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې.

ده وویل، "دلته د قدرتي زېرمو په اړه د تګلارې جوړولو اړتیا ده، او دا باید د خلکو په حق کې وي، خو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په څېر نه چې ستونزې دې پکې وي."

ده وویل چې که وفاقی حکومت او راروان صوبایي حکومت دواړو هلته په شریکه کار وکړ نو د ده په وینا پاکستان به بیا له چا څخه د پور اخیستلو ضرورت محسوس نه کړي.

ده زیاته کړه چې که هلته د موجودو قدرتي زېرمو لپاره کارخانې جوړې کړل شي نو یو کس به هم بې روزګاره نه وي او ممکنه ده چې له نورو سیمو هم خلک په کار پسې هلته ورشي.

د راتلونکو انتخاباتو لپاره د شیر غازی په نامه یو ازاد کاندید مشال راډیو ته وویل چې د ګلکت بلتستان ۹۷ فیصده مځکه د کروندې جوګه نه ده او د داسې منصوبه بندۍ ضرورت دی چې دا مځکه د کروندې جوګه شي.

ده وویل، "د بجلۍ کمی دی، خو زموږ سیندونه د پاکستان ډیری سیمې خړوبوي، که وسایل وي نو دلته پر دې سیندونو د بجلۍ جوړولو وړې وړې ټیکنالوژۍ لګول کېدای شي، او د هم دې بجلۍ په وسیله بیا اوبه زموږ غرونو ته ختلای شي چې شاړې مځکې پر ابادې کړو."

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه کره معلومات نه دي خپاره کړي‌ چې په ګلګت بلتستان کې ټوله ابادي څومره ده.

د ګلګت بلتستان د انتخاباتو کمېشن له خوا په خپرو شویو رپورټونو کې ویل شوي چې د دې سیمې مجموعي ابادي له ۱.۲ میلیونه تر ۱.۹ میلیونه ده. په دوي کې نژدې اووه نیم لاکه وګړي‌ د رایې ورکولو جوګه دي.

د ایین ساز اسمبلۍ لپاره ۳۳ چوکۍ دي چې ۲۴ په رایو ټاکل کېدونکې او نهه ځانګړې چوکۍ دي. د ۲۴ چوکیو لپاره ۳۳۰ کاندیدان ولاړ دي. په ځانګړو چوکیو کې شپږ د مېرمنو او درې د ماهرینو یا ټیکنوکراټانو لپاره دي.

د سیمې لوی عدالت هلته د سیاسي او انتخاباتي هلو ځلو لپاره ورغلیو پاکستانیو سیاستوالو ته د نومبر پر شپږمه امر کړی وو چې په درو ورځو کې له دې سیمې ووځي.

XS
SM
MD
LG