د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ کمپاین په میشیګن کې رای شمېرنې درولو لپاره عدالت ته تللی


د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین په یو بل مهم ایالت میشيګن کې د رایو شمېرنې درولو لپاره عدالت ته خواست کړی دی.

د ټرمپ کمپاین دا اعلان د نومبر پر ۱۱مه (پرون) وکړ. کمپاین له دې وړاندې هم په انتخاباتو کې د جو بایډن د بریالیتوب مخنيوي لپاره په عدالتونو کې مقدمې دایر کړي دي.

امریکایي میډیا د نومبر پر ۷ مه په پینسیلوینیا ایالت کې پر ټرمپ د ښکاره برترۍ وروستو جو بایډن د انتخاباتو ګټونکی ښودلی وو. د پینسیلوینیا د ګټلو معنا دا وه چې بایډن به د الېکټورل کالج دومره رایې واخلي چې ولسمشر به غوره شي.

بایډن په مجموعي توګه په انتخاباتو کې د ټرمپ په مقابله کې خواوشا ۵ میلیونه ډېرې رایې ګټلې او دا مهال د خپلې کابینې غړي غوره کوي.

په عین حال کې ټرمپ بې له څه شواهدو ادعاوې کړي دي چې د رایو شمېرې سمې نه کېږي او ټګي پکې شوې ده.

له دې وړاندې یوشمیر عدالتونو د ټرمپ کمپاین خواستونه رد کړي دي او د ریپبلیکن ګوند د هغه غړو شمېره په ډېرېدو ده چې بایډن یې د یو منتخب ولسمشر په توګه منلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG