د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه د خپلواکو ادارو هلو ځلو محدودولو لپاره قانون راوړي: هیومن رایټس واچ


د روسیې د عدلیې وزارت وار له مخه د بهرنیو ډلو پر فعالیتونو یا پروژو د بندیز واک لري
د روسیې د عدلیې وزارت وار له مخه د بهرنیو ډلو پر فعالیتونو یا پروژو د بندیز واک لري

د بشري حقونو څار نړیوالې اداری (هیومن رایټس واچ) خبرداری ورکړی چې د روسیې حکومت په دغه هیواد کې د خپلواکه ادارو د هلو ځلو لا محدودولو لپاره پارلیمان ته یوه قانوني مسوده وړاندې کړې ده.

نیویارک مېشتې هیومن رایټس واچ نن (نومبر ۱۲) په یو بیان کې ویلي چې که دا قانوني مسوده منظور شي نو حکومت ته به د خپلواکه ادارو د صلاحیت کمزوري کولو، تړلو او د هغوی په کار کې د مداخلت لپاره یوه بله اله په لاس ورشي.

اداری غوښتنه کړی چې باید دا قانوني مسوده په سمدستي توګه بیرته واخېستل شي.

د روسیې حکومت د نومبر په ۱۰ مه دا مسوده پارلیمان ته وړاندی کړی ده چې موخه یې د هغه خپلواکه ادارو څار ډیرول دي چې حکومت یې ؛بهرني ایجنټان ؛ بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG