د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي جو بایډن دې د سولې موافقې ته ژمن پاتې شي


په قطر کې د طالبانو استازي له افغان حکومتي پلاوي سره د خبرو په تالار کې - د ۲۰۲۰ز د سېپټېمبر ۱۲مه
په قطر کې د طالبانو استازي له افغان حکومتي پلاوي سره د خبرو په تالار کې - د ۲۰۲۰ز د سېپټېمبر ۱۲مه

طالبانو د امريکا پر منتخب ولسمشر جو بايډن غږ کړی چې په فبرورۍ مياشت کې یې له واشنګټن سره شوې موافقې ته ژمن پاتې شي.

طالبانو وضاحت کړی چې موافقه په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره تر ټولو مناسبه او موثره وسيله ده.

طالبانو د نومبر پر ۱۰مه په بيان کې ويلي دي چې خپله د دغه تړون عملي کولو ته ژمن دي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د طالبانو د بیان په غبرګون څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر بيان يوه ورځ مخکې د افغان ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش تور پورې کړ چې په دوحه کې د سولې بهیر د طالبانو له وجې مخې ته نه ځي.

د ده په خبره، د افغان حکومت له استازو سره په خبرو کې د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو غټ خنډ طالبان دي.

دانش ویلي، طالبان د لسیزو اوږدې جګړې په سوله ييزه حل باور نه لري.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال زیاتوي چې د بايډن انتظاميه، باید د افغانستان سولې بهیر ته بیا کتنه وکړي.

په سېپټېمبر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې تر هغې وروسته پیل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا له طالبانو سره موافقه وکړه چې ورسره سم، د ځینو امنیتي ژمنو په بدل کې به د ۲۰۲۱ز کال تر مې میاشت پورې امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

په موافقه کې راغلي چې طالبان به د ترهګرۍ مخنیوي ضمانت ورکوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مخامخ خبرو کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی خو په عین حال کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او وسله وال د ولایتونو پر مرکزونو حملې کوي چې له وجې یې امریکايي ځواکونه هم په ځېنو مواردو کې د بمباریو له لارې طالبانو ته ځواب ورکولو ته اړ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG