د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د سیند له ای جي سره د چلند په باب د پوځ پلټنې رد کړې


د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف او پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه
تصویر له ارشیفه
د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف او پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تصویر له ارشیفه

د پاکستان مسلم ليګ (ن) رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شريف د کراچۍ پېښې تحقيقاتي راپور رد کړی دی او وېلي دي چې دا په حقايقو د پردې اچولو ناکامه هڅه ده.

نواز شريف چې دا وخت په لندن کې دی، د نومبر پر ۱۰مه یې ناوخته په خپل ټويټ کې د چا نوم نه دی ياد کړی خو ويلي یې دي چې د ځان ژغورلو لپاره د لاندې کچې د افسرانو قربانۍ ورکولو کار د غندنې وړ دی.

د مسلم لیګ (ن) یو بل مشر خواجه اصف د پاکستان له یو شخصي ټي وي سره په مرکه کې ویلي دي چې که د پلټنو دغه راپور په مکمله توګه په ډاګه نو کېدای شي د پوځ له لوري پر تحقیقاتو د نواز شریف بې باوري ختمه شي.

خو د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستاني پوځ له لوري د پخواني کېپټن او د شریف د زوم محمد صفدر د پلټنو کارروایي ستایلې ده.

نوموړي د نومبر ۱۰مې پر ماښام په ګلګت بلتستان کې یوې انتخاباتي جلسې ته وینا کې وویل، جمهوري طریقه هم دا ده چې که له یو چا هم غلطي شوې وي د هغې پلټڼې پکار وي او د ګرم کس پر ضد کارروايي کول پکار وي.

دوی دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۰مه په بیان کې د صفدر نوم نه دی یاد کړی خو ویلي یې دي چې د پوځ دمشر جنرال قمر جاوېد باجوه په امر د اکتوبر ۱۸مې او ۱۹مې شپې مهال د شوې پېښې پلټنې شوې دي چې په نتیجه کې یې د رېنجر ځواک او استخباراتي ادارې (ای اېس ای) ځینې افسران له دندو ګوښه شوي دي.

د دوی په خبره د سیند صوبې د رېنجر ځواک او د ای اېس ای ځینې افسران د پاکستان د باني محمد علي جناح د مزار سپکاوي له وجې له یوه ځانګړي حالت سره مخامخ شوي ول.

صفدر د مزار د سپکاوي تور ردوي او وايي، هلته یې یوازې "ووټ ته د درناوي" ورکولو نعره لګولې وه.

ای اېس پي ار زياتوي د عامه افکارو د زيات فشار له امله د رېنجرز او ای اېس ای افسران اړ شول چې د قانون مطابق بیړني اقدامات وکړي خو په خپلو کړنو کې له حده زيات جذباتي شوي ول.

د مسلم ليګ (ن) سیاستوال صفدر د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پاکستان ډېموکریټېک موومېنټ - پي ډي اېم) تر جلسه وروسته په داسې حال کې له هوټله نیول شوی وو چې خپله مېرمن مریم نواز هم ورسره وه.

د اپوزیشن ګوندونو د دې اېتلاف ویاند میا افتخار حسین د پوځ د پلټنو عمل د جمهوري قوتونو بریا بللې ده.

د پاکستان پوځ د صفدر د ګرفتارۍ پر پېښه د سیند پوليسو د مشر پر تحفظانو له خپلې مخې پلټنې بشپړې کړې.

هغه مهال د سیند حکومت ویلي ول چې نیمه پوځي ځواک رېنجرو د سیند پولیسو مشر په زور وړی وو او د کیپټن صفدر د نیولو د امر (وارنټ) خپرولو ته یې اړ کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG