د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د نواز شریف زوم کېپټن صفدر ګرفتار


کېپټن صفدر د خپل ګوند مسلم لیګ ن یوې احتجاجي غونډې ته وینا کوي.
کېپټن صفدر د خپل ګوند مسلم لیګ ن یوې احتجاجي غونډې ته وینا کوي.

نن سهار وختي د مسلم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز په یوه ټویټ کې د خپل خاوند کېپټن محمد صفدر د نیولو خبر ورکړی دی. هغې کښلي چې پولیسو په هوټل کې د دوی د کوټې دروازه ورماته کړې او له ننوتو سره سم یې کېپټن صفدر نیولی دی.

د کراچۍ ښار په بریګېډ تاڼه کې یوه کس وقاص احمد اېف ای ار کښلی چې کېپټن صفدر، د ده مېرمنې مریم نواز او په لسګونو نورو سیاسي کارکنانو د پاکستان باني محمد علي جناح مزار ته سپکاوی اړولی دی. پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو چلېږي چې پکې د نواز شریف زوم کېپټن صفدر د نیولو پروخت نارې وهي چې د ووټ درناوی وکړئ، مادر ملت زنده باد او ایوبي امریت مرده باده. نوموړي دا چغې د جناح مزار کې هم پورته کړې وې.

په کراچۍ کي د اکتوبر پر اتلسمه نېټه د پي ډي اېم تر جلسې وړاندې د محمد علي جناح مزار ته د مریم نواز ورتلو پرمهال د مسلم لیګ ن زیات شمېر کارکنان هم دننه ورننوتي ول او هلته یې د جمهوریت په ملاتړ اوو د حکومت په مخالفت کې نارې وهلې وې.

مریم نواز کراچې کې د پي ډي اېم جلسې ته وینا کوي. ۲۰۲۰، ۱۸ اکتوبر
مریم نواز کراچې کې د پي ډي اېم جلسې ته وینا کوي. ۲۰۲۰، ۱۸ اکتوبر

د مسلم لیګ ن مشرانو په کراچۍ کي د کېپټن محمد صفدر نیول غندلي دي. د مریم نواز ویاند، د سیند پخوانی ګورنر او د مسلم لیګ ن یو مشر سیاستوال محمد زبېر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې په سند صوبه کې د پيپلز ګوند د صوبايي حکومت په احاطه کې د نواز شریف د زوم نیول پاکستان ډموکراټیک مومنټ ته د زیان رسولو یوه هڅه ده او دا کار د صوبايي حکومت په مشاورت نه دی شوی.

نوموړی زیاتوي: ((مریم نواز هم د هوټل په دغه کوټه کې وه، که تاسو دروازه ماتوۍ او دننه ورځۍ نو تاسو خپله اویایۍ چې داسې څه ویره تره وه، ایا کېپټن صفدر تښتېدلو؟ هغه هم په دغه هوټل کې وو او د هوټل د وتلو په لاره دا کار ښه په آرام کېدلې شو، د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه ما ته پخپله ویلي دي چې د هغوي د حکومت دې سره څه تعلق نه شته او په پولیسو ډېر فشار وو، دومره فشار او ویره تره ده چې زه د نیم ساعت نه بهر ولاړ یم، د یو پخواني ګورنر په توګه هم زه دومره اجازه نه لرم چې تاڼې ته دننه ورشم.))

خو بیا په پېښور پریس کلب کي نن د اکتوبر به ۱۹مه، د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د نواز شریف د زوم د نیولو د ګام دفاع کړي ده او هغه ویلي دي چې په مزار کې دننه سیاسي شور ږوږ یو غېر مناسب عمل دی او دا نشي زغملای چې د مشرانو له مزاره یې یو سیاسي ځای جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG