د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ مشر د کېپټن صفدر د نیولو پلټنه غوښتې


کېپټن صفدر
کېپټن صفدر

د پاکستان د پوځ مشر په کراچۍ کې د پاکستان مسلم ليګ ن د يوه مشر کېپټن ريټايرډ محمد صفدر د نيولو لپاره پر پوليسو د فشار راوستلو د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې د اکتوبر پر ۲۰مه (پرون) په خپل بیان کې د مریم نواز د مېړه کېپټن صفدر د نیولو د پېښي ذکر نه دی کړی خو ويلي يې دي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کراچۍ کور کمانډر ته د پلټنو امر کړی.

د ګرفتارۍ خلاف د مخالفو سیاسي مشرانو غبرګون

د پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو د سې شنبې په خبري غونډه کې د پېښې غندنه وکړه او ویې ویل چې دا یوه ډېره شرمناکه واقعه وه چې په هغه صوبه کې وشوه چېرته چې د نوموړي ګوند حکمران دی. بلاول د پوځ او استخباراتي ادارې پر مشرانو غږ وکړ چې د پوليسو د ځورونې او پر هغوی د فشار راوستلو په اړه دې د خپلې ادارې پلټنې وکړي چې هغوی څه ډول په سيند صوبه کې فعاليت کوي.

نوموړي زياته کړه چې ټول پوليس پوښتنه کوي، هغه څوک وو چې سهار وختي يې له دوو بجو وروسته د سیند د پولیسو مشر کور راګېر کړی و او هغه دوه کسان څوک ول چې د پولیسو د مشر کور ته ورغلي ول او سهار څلور بجې یې د پولیسو مشر چېرته وړی وو؟

یاده دې وي چې د سيند د پوليسو مشر او لږ تر لږه ۱۲ نورو لوړ پوړو پوليس افسرانو د اکتوبر پر ۲۰ نېټه (پرون) اړونده چارواکو ته پر رخصتيو د تللو خواست کړی و. دوی د رخصتۍ په خپل غوښتنليک کې د صفدر د نيولو د پېښې يادونه کړې او ليکلي يې دي چې په پوليسو نه يوازې ملنډې وهل شوي او له دوی سره نامناسبه رويه شوې بلکې د سيند صوبې لوړ رتبه او ټيټ رتبه پوليس له غم او خفګان سره مخامخ شوي او د دوی روحيه کمزورې شوې ده. دوی دا هم ليکلي چې د فشار په داسې سخت حالت کې دوی په مسلکي ډول خپله دنده نه شې تر سره کولای. خو د سيند صوبې پوليسو مشر مشتاق مهر د پوځ د مشر لخوا د پلټنو له امره پس د پوليسو د لوړپوړو چارواکو رخصتۍ د ۱۰ ورځو لپاره ځنډولې دي. نوموړي خپلې رخصتۍ هم ځنډولې دي. د سيند پوليسو پر ټويټر په خپاره کړي بيان کې ويلي چې د ملي ګټو او د پلټنو تر نتايجو راتلو پورې يې رخصتۍ ځنډولي دي.

د کېپټن صفدر پر ګرفتارۍ د مسلم لیګ نون رهبر نواز شریف په یو بیان کې وویل چې په کراچۍ کې شویو واقعاتو د دوی هغه بیانیه رښتیا ثابته کړه چې په پاکستان کې د ریاست له پاسه ریاست موجود دی.

په عین حال کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په حيدراباد کې رسنیو ته وويل چې پوځ دې خپلو پاليسیو ته بیا کتنه وکړي. او غوښتنه یې وکړه چې پوځ دې په ټول هیواد کې د هرې ضلعې، هر تحصیل، هر ډویژن او د ټولې صوبې له انتظامي چارو لاس واخلي او ملکي انتظامیې ته دې وسپاري. هغوی ته پر خپله رویه او خپل کردار باندې نظر ساتل پکار دی چې ایا د هغوی کردار د خپلو مسلکي حدودو دننه دی او که له هغې ډېر بهر دی.

د ریټایرډ کیپټن صفدر د ګرفتارۍ پس په سوشل میډيا داسې خبرې خپرې شوې چې ګواکې د سند د پولیسو مشر له کوره په زوره تښتول شوی و او د مسلم لیګ نون د مشر د ګرفتارۍ لپاره پرې فشار و.

د پاکستان یو سنیر خبریال حامد میر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د سند اعلی وزیر مراد علي شا د مسلم لیګ نون رهبر نواز شریف او د ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویاند محمد زبیر ته مالومات ورکړي وو چې د سند د پولیسو مشر سهار وختي څلور بجې رینجرز ګرفتار کړی و او ورباندې فشار و چې د صفدر د ګرفتارۍ حکم جاري کړي. خپله محمد زبیر هم د پاکستان په ټي وي چینلونو دغه دعوی وکړه.

په سوشل میډيا د محمد زبیر د دعوی یو ویډیويي کلپ هم خپور شوی دی چې مشال ریډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای. خو د پاکستان تحریک انصاف وفاقي وزیر علي زیدي په ټویټر په یو بیان کې بیا دا خبره رد کړه چې ګواکې د سند د پولیسو مشر په زوره بیول شوی و او په زوره یې د صفدر د نیولو امر وکړ.

د کیپټن صفدر له ګرفتارۍ څو ساعته وړاندې یانې د اکتوبر پر ۱۸مه پاکستان جمهوري تحریک د حکومت خلاف خپله دویمه جلسه کړې وه. وړاندې د اکتوبر پر ۱۶مه، دغه تحریک د پنجاب په ګوجرانواله کې د حکومت پرضد خپله لومړنۍ جلسه کړې وه.

دغه تحریک پلان لري چې د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې درېمه جلسه وکړي. د دې سربېره پي ډي ایم په پېښور، ملتان او لاهور کې هم د جلسو پلان لري.

پي ډي ایم د حکومت خلاف جوړ د ۱۱ مخالفو ګوندونو هغه تحریک دی چې د سېپټمر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د اپوزیشن ګوندونو یوې غونډې پر مهال یې خپل اتحاد اعلان کړ.

د پاکستان جمهوري تحریک په نوم د مخالفو ګوندونو اتحاد د دې لپاره جوړ شوی دی چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت نسکور کړي او په ملک کې له سره شفاف انتخابات وشي.

اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي‌ چې عمران خان د پوځ په مرسته د درغلیو په نتیجه کې واک ته رسېدلی دی خو عمران خان او پوځ دواړه دا تورونه ردوي. د هېواد انتخاباتي کميشن هم ويلي چې دا ټاکنې شفافې وې.

XS
SM
MD
LG