په کابل کې د کنګنفو د دویمې درجې لوبڅارانو روزنیزه دوره د نومبر پر اتمه پيل شوه.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې ویاند مجیب قاريزاده مشال راډیو ته وویل چې په دغه روزنیزه دوره کې د ۳۲ ولایتونو د کنګفو فدارسیون استازو ګډون کړی وو.
ده وویل، په پینځه ورځني کورس کې به ګډونوال د لوبې نوي قوانین زده کړي.
قاريزاده زیاته کړه چې له زده کړو هدف په افغانستان کې د کنګفو لوبو د لویڅارانو د وړتیاوو لوړول دي.