د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي ولس پر ولسمشر سربېره د کانګرېس غړو د انتخاب لپاره هم رايې اچوي


د کانګرېس د دواړو جرګو کنټرول د امريکا د راتلونکې ولسمشر لپاره ډېر مهم دی ځکه دا ولسمشر ته د دې صلاحيت ورکوي چې خپله اېجنډا په اسانۍ سره منظوره کړي.
د کانګرېس د دواړو جرګو کنټرول د امريکا د راتلونکې ولسمشر لپاره ډېر مهم دی ځکه دا ولسمشر ته د دې صلاحيت ورکوي چې خپله اېجنډا په اسانۍ سره منظوره کړي.

په داسې حال کې چې د نومبر پر درېيمه نېټه امريکايي ولس د دې هېواد د راتلونکې ولسمشر د انتخاب لپاره رايې وکارولې، په عين حال کې دوی د امريکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې يا سېنېټ د غړو د انتخاب لپاره هم رايې اچولي دي.

د کانګرېس د دواړو جرګو کنټرول د امريکا د راتلونکې ولسمشر لپاره ډېر مهم دی ځکه دا ولسمشر ته د دې صلاحيت ورکوي چې خپله اېجنډا په اسانۍ سره منظوره کړي.

په امريکا کې د روان ۲۰۲۰ز کال د ولسمشريزو انتخاباتو لپاره د رېپبليکن ګوند نوماند اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ دی. بلخوا د ډېموکراټ ګوند له لوري جو بایډن د ولسمشرۍ نوماند دی.

د تيرو دوو کلونو پرمهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ له يو وېشل شوي کانګرېس سره کار وکړ. د ۲۰۱۸ز کال له منځمهاله انتخاباتو راهيسې ډېموکراټانو د ۴۳۵ غړو په استازو جرګه کې څرګند اکثريت خپل کړی دی، خو بلخوا بيا د امريکايي سېنېټ په ۱۰۰ غړو کې رېپبليکنز د ۴۷ په مقابل کې د ۵۳ غړو په درلودلو سره برلاسي دي.

په امريکا کې د سېنېټ غړي د شپږو کلونو لپاره انتخابيږي او د دې جرګې د ۱۰۰ چوکيو لپاره هر دوه کاله وروسته په نوبت سره ټاکنې کېږي.

دا ځل د سېنېټ لپاره پر ۳۵ چوکيو انتخابات کېږي. رېپبليکنز په سېنېټ کې د خپلو ۲۳ چوکيو دفاع کوي او بلخوا بيا ډېموکراټان هڅه کوي چې خپلې ۱۲ چوکۍ بېرته وګټي.

که چيرې سېنېټران پر يو موضوع باندې ۵۰، ۵۰ رايې وکاروي او حالت ناڅرګند پاتې شي نو بيا د امريکا مرستيال ولسمشر هم واک لري چې خپله رايه وکاروي.

د امريکا د استازو جرګه بيا ۴۳۵ غړي لري چې هر يو د دوو کلونو لپاره انتخابيږي.

په امریکا کې خلک په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي بلکې د الېکټورل کالج یا ټاکنیز پلاوي له لارې یې ټاکي. د هېواد د هر ایالت د نفوس او رقبې پر اساس ورته په ټاکنیز پلاوي کې رایې ورکول کېږي. د بریا لپاره نوماند باید له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ ټاکنیزې یا الېکټورل رایې واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG