د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ۲۰۲۰ ټاکنې: د ټرمپ او بایډن ترمنځ سیالي


د امریکا په مېريلېڼد کې یو تن د رای اچولو مهال. ۲۰۲۰، ۲ نومبر
د امریکا په مېريلېڼد کې یو تن د رای اچولو مهال. ۲۰۲۰، ۲ نومبر

امريکايي رايې ورکوونکي نن (د نومبر پر درېيمه) په داسې ولسمشریزو انتخاباتو کې برخه اخلي چې په دې هېواد کې په لسګونه کلونو کې يو تر ټولو زيات ارښتناک ګڼل کېږي.

په دغو انتخاباتو کې د دوو زيات توپير لرونکو کانديدانو ترمنځ په داسې وخت کې سيالي کېږي چې کورونا وبا لا له وړاندې انتخاباتي کمپیاینونه اغېزمن کړي دي.

له ریپبلکین ګوند سره اړه لرونکی اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ څلور کاله وړاندې له خپل ډول محافظه کاره دريځ سره سپينې ماڼۍ ته لاره ومونده. نوموړی يو ځل بيا د دې هېواد د پخواني مرستيال ولسمشر جوبايډن په مقابل کې په انتخاباتو کې برخه اخلي. له ډيموکراټ ګوند سره اړه لرونکی بايډن زوړ سياستوال دی چې کورونا وايرس ته د ماتې ورکولو او د هېواد د متحد کولو ژمنه يې کړې ده. نوموړی اته کاله د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال پاتې شوی.

په داسې حال کې چې پر دې غېر معمولي انتخاباتو د کورونا وايرس سيوری خور دی، وار د مخه لا څه باندې ۹۷ مليونه کسانو د ډاک له لارې يا ځانګړو انتخاباتي مرکزونو ته په ورتګ سره خپلې رايې کارولي دي. له کورونا وايرس څخه د ژغورنې په خاطر دا ځل د رايې ورکوونکو لپاره مرکزونه وار له مخکې لا پرانيستل شوي ول او يو شمېر خلکو بيا له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د ډاک له لارې د خپلې خوښې کانديد ته د رايې ورکولو بهير پيل کړی و.

له وخت مخکې د رايې کارولو کچ ته په کتو دا ځل داسې فکر کېږي چې د ۲۰۱۶م کال د ولسمشريزو انتخاباتو پرتله به د رايې ورکوونکو شمېر زيات وي. په ۲۰۱۶م کال کې هغو ۵۵ فيصده کسانو رايې کارولې وه چې د ووټ اچولو اهل ول.

د فلوريډا پوهنتون پروفېسر مايک مېکډونلډ چې د امريکا د انتخاباتو پروژه مخ ته وړي، د مشال راډيو مرکزي څانګې ته وړاندوينه کړې چې دا ځل به ۱۶۰ مليونه کسان په انتخاباتو کې برخه واخلي چې ۶۷ فيصده کېږي. دا کچ د ۱۹۵۰مې له لسيزې وروسته تر ټولو لوړ دی.

د مېکډونلډ په وينا دا ځل به د انتخاباتو نتيجې هم له ځنډ سره مخامخ شي ځکه يو خوا د ډاک له لارې د لېږل شويو رايو شمېرل وخت نيسي او بلخوا د پنسلوانيه په څېر ځېنې رياستونه شته چې هلته له قانون سره سم د رايو شمېرل د انتخاباتو له ورځې مخکې نشي پيلېدای.

د امریکا جنوبي ساحلي سیمو له ۲۰ زیاتو ریاستونو کې به د رایو اچولو لړۍ په ځايي وخت سهار اووه بجې پيلیږي. د امریکا په بېلا بېلو برخو کې وخت فرق لري چې د هغې مطابق به بیا د ورځې په اوږدو کې رایو ورکوونکو ته موقع ورکول کېږي. نن به هغه رایې ورکوونکي رايې کاروي چې د ډاک له لارې یې خپلې رایې نه وي کارولي.

په امريکا کې د منتخبوونکو يا الېکټرز رايو ټول شمېر ۵۳۸ دی. په دې کې چې هر کانديد د ۲۷۰ منتخب کوونکو رايې تر لاسه کړي نو هغه بريالی اعلانيږي. مخکې به د انتخاباتو په شپه هرڅه څرګند شول خو دا ځل به دا پروسه ځنډنۍ وي.

په امريکا د استازو جرګه ۴۳۵ غړي لري چې اوسمهال يې اکثريت له ډيموکراټانو سره دی. بلخوا د دې هېواد سېنېټ ۱۰۰ غړي لري چې ريپبليکنز پکې زيات دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG