د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرونا جهاني وبا: جرمني یو میاشتنی نیمه ټولبند لګوي


جرمني
جرمني

جرمني د کرونا وایرس مخنیوي لپاره سر له نن د یوې میاشتې لپاره نیمه ټولبند یا تاله بند پیلوي.

بېلجیم هم چې اروپا کې کرونا وبا ځپلی سر له نن ټولبند لګوي.

فرانسې د تېرې جمعې په ورځ نوي ګامونه پورته کړل او هلته ۶۵ میلیونه کسان اړ شوي چې په کورونو کې پاته شي.

پرتګال او اسټریا به د همدې اونۍ په پای کې تاله بند ولګوي او بریتانیا کې به د زیارت یا پنچشنبې له ورځې ټولبند پیل شي.

ایټالیا، سپېن او پولېنډ هم سخت بندیزونه راوړي دي.

چېک جمهوریت کې د کرونا وایرس په زیاتېدو ښايي بیړنی حالت تر کرسمسه وغځول شي. په دغه هېواد کې تر درې لکه او ۳۵ زرو ډېر کسان کرونا ویروس وهلي دي او ۳،۲۵۰ تنه یې وژلي دي.

په امریکا کې د وړجنو یا سري ناروغیو پوهاند انتوني فاوچي ویلي، امریکا باید د کرونا له کبله خطرناک ژمي ته چمتووالی ولري. په دغه هېواد کې تر اوسه نږدې دوه لکه او ۳۱ زره کسان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

تېره اوونۍ په اوسط ډول هره ورځ ۸۷ زره کسان دغه هېواد کې په کرونا اخته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG