د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی وايي، هېڅ یوه هېواد ته د افغانستان له خاورې د سیاسي او پوځي استفادې اجازه نه ورکوي.
محمد عمر داوودزي د نومبر پر دوهمه (پرون) د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون په یوه خپرونه کې دا خبره وکړه.
هغه ویلي، نه هند نه پاکستان او نه هم ایران ته یې دا اجازه ورکړې نه یې ورکوي چې د افغانستان خاروه د خپلو ګټو لپاره د بلچا پرضد وکاروي. د نوموړي په خبره له دې وروسته که امریکایان ولاړ شي، هغوی به هم دا اجازه نه لري.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان تېره اوونۍ ویلي وو، هېواد یې اندېښمن دی چې هند به د افغانستان له خاورې د پاکستان د بېثباتۍ لپاره کار واخلي.
داوودزي له یوه افغان پارلماني پلاوي سره تېره اوونۍ پاکستان ته سفر کړی و او هلته یې ویلي وو چې پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د روان لمریز کال تر پای مخکې به په افغانستان کې اوربند ته لار هواره شي.