په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي په ولایت کې پر لس جریبه کرهڼیزه ځمکه د زعفرانو لس ازمویښي پټي کري.
د وزارت ویاند اکبر رستمي په چارشنبه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پر هر جریب ځمکه به د زعفرانو ۵۰۰ کیلو ګرامه کرل کېږي.
نوموړی زیاتوي، که په کندهار کې د زعفرانو کښت ښه پایله ورکړي نو دا به د دې سیمې د بزګرانو په اقتصادي وده کې مثبت رول ولري.
د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس، سږکال په افغانستان کې د زعفرانو په کښت کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی.
دغه وزارت وړاندوینه کوي چې سږ کال به د زعفرانو حاصلات به نږدې ۲۴ مټریک ټنه ته لوړ شي.
تېر کال بیا د زعفرانو د حاصلاتو کچه ۲۰ متریک ټنه وه.
د افغانستان د زعفرانو ۹۰ سلنه په لویدیځ هرات کې تولیدېږي.
اوسمهال د کرونا وبا له لاسه د افغانستان یو کیلو زعفران تر څلویښت زره افغانیو په ټیټه بیه خرڅېږي.
هند د افغانستان د زعفرانو تر ټولو لوی پېرېدونکی دی او د افغان زعفرانو څه باندې اتیا سلنه دغه هېواد ته صادرېږي.