د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند په افغانستان کې د خپل رول دفاع وکړه


د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوبرا مینیام جې شنکر
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوبرا مینیام جې شنکر

د هند بهرنیو چارو وزیر د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په کتنه کې په افغانستان کې د خپل هېواد د رول دفاع وکړه.

سوبرا مینیام جې شنکر په سېشنبه په نوي ډیلي کې له مایک پامپیو او مارک ایسپر سره تر کتنې وروسته، د افغانستان په ګډون د سیمې د څو هېوادونو پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې.

هغه وویل: "د افغانستان په امن او ثبات کې د هند ونډه څرګنده ده، دا زموږ تمایل هم دی، چې په دې هدف په روانو نړیوالو هڅو کې ونډه ولرو."

تر دې مخکې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ ویلي ول، هېواد یې اندېښمن دی، چې هند ښايي د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره کار واخلي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په سېشنبه د عمران خان د څرګندونو په تړاو مشال راډیو ته وویل، حکومت به یې هېڅکله خپله خاوره د یوه بل هېواد پرضد کارولو ته پرېنږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG