د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګله دیش دیني عالمانو د افغانستان روانه جګړه حرامه وبلله


غزني کې د وسله والو طالبانو یو انځور-01 May 2019
غزني کې د وسله والو طالبانو یو انځور-01 May 2019

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د بنګله دیش دیني عالمانو او مفتیانو د افغانستان روانه جګړه حرامه او له شرعي نصوصو سره په ټکر کې بللې ده.

دا خبره یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې بنګله دیشي عالمان او مفتیان جمعه په ډاکا کې د افغانستان د سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بنګله دیش دیني عالمانو په قطر کې د افغانستان د سولې په تړاو د روانو خبرو د ملاتړ تر څنګ په دننه هېواد کې د وژنو په سمدستي درېدو ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې په ۲۰۱۸ کال کې اندونیزیا او تر هغه را وروسته دوه واره سعودي عربستان د افغانستان د سولې په تړاو د دیني عالمانو لویې غونډې جوړې کړې وې.

سره له دې چې د نړۍ دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه مردوده ګڼلې خو بیا هم په دغه هېواد کې جنګ روان دی او تر اوسه د اوربند د ټينګښت هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG