د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د چینۍ بیې لوړې شوې دي


په پنجاب کې ښځې له حکومتي پلورنځي څخه چیني اخلي - د ارشیف انځور
په پنجاب کې ښځې له حکومتي پلورنځي څخه چیني اخلي - د ارشیف انځور

په خیبر پښتونخوا کې ځینې دوکانداران وايي، حکومت په تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو کې یو ځل بیا د چینۍ (بورې) بیې لوړې کړې دي.

په چارسده کې دوکاندار شاهزېب خان د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، دا مهال یو کیلوګرامه چیني له ۱۱۰ څخه تر ۱۱۵ روپیو پورې بیه لري.

ده زیاته کړه چې د پاکستان تحریک انصاف په واکمنۍ کې د نورو شیانو بیې هم لوړې شوې دي.

د پاکستان ځینو رسنیو د شماریاتو ادارې په حواله ویلي چې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د بورې بیې له زیاتېدو سره اوس یو کیلو له ۹۵ څخه تر ۱۱۰ کلدارو (روپیو) پورې خرڅېږي.

په پېښور کې دوکاندار ظریف خان وايي چې د چینۍ او د خوراک د نورو شیانو نرخونو زیاتېدو له وجې یې کاروبار اغېزمن شوی.

دوکانداران دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په پاکستان کې یو سرکاري کمېشن د مېلونو یا کارخانو پر مالکانو د چینۍ ذخیره کولو او ټیکسونو نه ورکولو ترڅنګ د ځینو نورو تورونو پلټنې کوي.

د اقتصادي چارو پوه معراج الحق وايي، حکومت د مالي تاوان ختمولو په برخه کې د پیداوار او خدماتو د اړتیا پوره کولو لپاره له تګلارې (یا ډېمانډ مینېجمنټ پالیسۍ) سره سم،وار له مخه د رعایت ورکولو عمل ختم کړی او د ټیکس او سود کچ یې لوړ کړی.

د ده په خبره، حکومت همداراز د شیانو پر درامد محدودیتونه زیات کړل چې له وجې یې ګراني لا زیاته شوه.

خو د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو چارو لپاره د اعلا وزیر سلاکار عبدالکریم د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، د ضلعو انتظامي مشرانو د چینۍ او نورو خوراکي توکو د بیو کنټرول هڅې پیل کړې دي.

د پاکستان اقتصاد چې وار له مخه خراب وو، د چارواکو په وینا، د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره ټولبند او محدودیتونو لا ځپلی دی.

خو د اګست پر درېیمه وزیراعظم عمران خان په بیان کې اړونده ادارو ته امر وکړ چې د خوراکي شیانو بیې دې کنټرول کړي.

بلخوا د پاکستان د شماریاتو وفاقي اداره د اګست پر درېیمه ویلي ول، د جون پرتله په جولای کې د بېلا بېلو خوراکي شیانو بیې، د انفلېشن یا افراط زر په کچ کې تر ۲.۵ فیصده لوړوالي وروسته زیاتې شوې دي.

دې ادارېزیاته کړې چې په هېواد کې د انفلېشن (افراط زر) کچ هم د ۲۰۱۹ز کال پرتله لوړ شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG