د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ځینې کمپنۍ په خپله خوښه نرخونه ټاکي: سپریم کورټ


 د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ
د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ

پراګ - د پاکستان سپريم کورټ د يوې مقدمې پر مهال ويلي چې هغه هيواد کې د دوایانو کمپنۍ خپل سری کوي او په خپله مرضۍ نرخونه ټاکي.

د سپريم کورټ چيف جسټس ګلزار احمد د جون په ۲۶مه د يوې مقدمې پر مهال په خپلو څرګندونو کې ويلي چې په هغه هيواد کې د دوایانو د جوړولو کمپنۍ يوه مافیا ده او د دوایانو نرخونه په خپله مرضۍ زیاتوي.

د چيف جسټس لخوا دا خبرې د دوایانو د يوې شخصي کمپنۍ لخوا د اتو دوایانو د نرخونو د زیاتولو په اړه د يوې مقدمې پر مهال مخې ته راغلي دي.

د چيف جستس ګلزار احمد د دې څرګندونو په اړه مو چې د پاکستان د دوایانو جوړولو کارخانو د اتحاديې له سیکرټري جنرل نواز احمد نه وپوښتل نو هغه وويل چې دوي سپريم کورټ ته په درنه سترګه ګوري او په پاکستان کې خپل کاروبار کوي.

ده وویل‌ ،‌”په پاکستان کې د ضروري داروګانو نرخونه د دولسو کالو نه نه وو لوړ شوي، او د ضروري دواګانو کارخانې په ډيرو سختو ستونزو کې ځکه راګيرې شوي وې او نور پيداوار هغوي نه شو کولې ځکه چې د دوایا نو خام مال ټول له بهر هيوادونو نه راځي ، په دولسو کالو کې د پاکستاني روپۍ په مقابله کې د امریکاي ډالر نرخ څوچنده زیات شوې بیا تیر کال د سپريم کورټ پخواني چيف جستس میا ثاقب نثار اجازه ورکړه چې د ضروري دوایانو نرخونه دې ۱۵ في صدي زیات شي دغسې ي د زړه د ناروغي دوایانو کې د اتو في صدي د زیاتوالي ويلي ول ، خو بیا د نرخونو د زیاتوالي باندې د پیښور هاي کورټ د مخنيوي حکم ورکړ او تر دې دمه هغه مقدمه روانه ده.”

د جون په ۲۶مه چيف جسټس ګلزار احمد د مقدمې پر مهال پوښتنه راپورته کړې وه چې د پاکستان د دوایانو د نظم اداره یا د ډرګ ريګوليټري اتهارټي چرته ده او د نرخونو په اړه څه کوي ، او ولې نرخونه ورځ تر بلې زیاتيږي?

د یادې ادارې مشر ډاکټر عاصم رؤف د جون په ۲۷مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د سپريم کورټ د څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو ددوایانو د نرخونو په اړه ي وويل ، “د سپريم کورټ د څرګندونو په اړه زه څه نه شم ويلې خو تر کومه چې د دوایانو د نرخونو خبره ده نو د ۲۰۱۸م کال د دواګانو د نرخونو په اړه یوه پاليسي ده اود هغې له مخه نرخونه ټاکل کيږي ، خو دا لازمي نه ده چې په دریو میاشتو یا کال کې به نرخونه سيوا کیږي ، د پاليسۍ له مخه چې کومه دوا زموږ ادارې سره رجسټر شي او کاغذی کاروايي ي پوره شي نو بیا د هغې نرخ وټاکل شي ، تر کومه چې د په مارکيټ کې د دوایانو د نشت والي ستونزه ده نو د دې ذمه وار ولس دې لکه د بيلګې په توګه چا وويل چې د کورونا ناروغي درملنه په کلوروکوين دوا کيږي نو بیا هر چا کلوروکوين واخسته اوکور کې يې کیښوده ، نو هغه په مارکيټ کې بیا نه ملاويده.”

خو د پاکستان چيمبر آف کامرس پخواني مشر زبير موتي واله د جون په ۲۷مه له مشا ل راديو سره په خبرو کې وويل چې په پاکستان کې دا مهال له سلو نه زیاتې بهرني کمپنۍ او د ۵۰۰ نه زیاتې د دوایانو مقامي کمپنۍ دي ، د مقامي کمپنيو د دوایانو نرخونه د بهرنيو په مقابله کې کم وي خو معیار ي ښه نه وي او د کار د ډرګ ريګوليټري اتهارتي دې خو زیاتوي.

ده وویل ، “ بالکل دا کار د هغوي دې چې معیار او نرخونو ته کتنه وکړي ، خو دا مهال په پاکستان کې دومره درغلي روانه ده چې د سوچ او فکر نه هم بره ده ، دې هيواد کې د انسانانو د ژوند هیڅ قيمت نشته نو چې کله د ډرګ ريګوليټري اتهارتي نه د کومې دوا اجازه اخستل کیږي نو د هغې د اجازت دار مدار په درغلۍ وي ، که د دوا معیار ښه هم نه وي خو د درغلۍ له وجې هغې ته اجازت ورکول کيږي.”

خو مشال راډيو سره په خبرو د ډرګ ريګوليټري اتهارتي مشرډاکټر عاصم رؤف د درغليو تورونه رد کړل او زیاته ي کړه چې دا مهال په هغه هيواد کې هر ډول دوا په مارکيټ کې موجود ده او د نرخونو په اړه به زر پريکړې وکړي

XS
SM
MD
LG