د قرغیزستان د ټاکنو کمېسیون د پارلېماني ټاکنو لپاره د ډېسېمبر ۲۰مه نېټه وټاکله.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې دغه هېواد کې د اکتوبر د څلورمې تر پارلېماني ټاکنو وروسته مظاهرو د قرغیزستان حکومت ړنګ کړ.
د قرغیزستان ولسمشر سورونبای جېنبېګوف د مظاهره کوونکو تر غوښتنو وروسته له دندې استعفا وکړه.
تر دې استعفا وروسته صادر جپاروف د لنډمهالي وزیراعظم په توګه وټاکل شو.
د قرغیزستان له اساسي قانون سره سم، جپاروف نه شي کولای ځان انتخاباتو ته نوماند کړي.