د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د ځاځي میدان ولسوال یوه برید کې ووژل شو


د خوست د ځاځي میدان وژل شوی ولسوال عبدالحی ځاځی
د خوست د ځاځي میدان وژل شوی ولسوال عبدالحی ځاځی

د خوست د ځاځي میدان ولسوال نن په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې عبدالحی ځاځی له خپل یوه ساتونکي سره هغه مهال ووژل شو چې له خوست څخه کابل ته روان وو.

ښاغلی منګل زیاتوي: "د خوست د ځاځي میدان ولسوال عبدالحی ځاځی چې له خوست څخه کابل ته روان وو، د لوګر ولایت په التمور سیمه کې برید ورباندې شوی. ولسوال او یو ساتونکی یې وژل شوي، یو بل قومي مشر حاجي حسن جان ټپي شوی او موټر چلوونکي ته زیان نه ‌دی رسېدلی."

ښاغلي منګل ونه‌ویل چې دا برید چا کړی، خو په دې وروستیو کې د ځینو نورو چارواکو د هدفي وژنو تور پر وسله‌والو طالبانو پورې شوی دی.

طالبانو تر اوسه د وروستۍ پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG