د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د کرونا وړجنو شمېر تر اتو میلیونو واوښت


د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، پرون پنجشنبه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس نږدې ۶۰زره تازه پېښې ثبت شوې.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، پرون پنجشنبه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس نږدې ۶۰زره تازه پېښې ثبت شوې.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کورونا وایرس وهلو کسانو شمېر تر ۸ میلیونو واوښت.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد په ورځني ډول د زرګونو نویو پېښو د ستونزې او هرې سیمې ته د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي پر وړاندې مبارزه کوي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، پرون پنجشنبه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس نږدې ۶۰زره تازه پېښې ثبت شوې، چې دا د اګسټ میاشتې له څوارلسمې راوروسته تر ټولو شمېر ګڼل کېږي.

په امریکا کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر دوو لکو او ۱۷۰۰۰ اوښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG