د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قیرغیزستان ولسمشر له خپلې دندې استعفا ورکړه


سورونبای جېنبېګوف وايي استعفا یې د سولې او هېواد یووالي لپاره ورکړې - د ۲۰۲۰ز د اکتوبر څلورمې انځور.
سورونبای جېنبېګوف وايي استعفا یې د سولې او هېواد یووالي لپاره ورکړې - د ۲۰۲۰ز د اکتوبر څلورمې انځور.

د قیرغیزستان ولسمشر سورونبای جېنبېګوف د هېواد د پارلېماني انتخاباتو په رسمي نتیجو کې د نوموړي او د ده د حکومت پلویو ګوندونو د بریا د اعلان په غبرګون تر پراخو مظاهرو وروسته استعفا ورکړې.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۵مه په بیان کې ویلي چې ځکه یې د استعفا فیصله کړې چې د هېواد "سوله او یووالی له هرې څوکۍ زیات مهم دي."

جېنبېګوف په بیان کې ویلي چې "نه غواړي د قیرغیزستان په تاریخ کې د خپلو ولسي وګړو د ویشتونکي یو خونړي ولسمشر په نوم یاد شي."

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۴مه نوموړي د پارلېمان له لوري د هېواد د نوي وزیراعظم په توګه د صادر جپاروف ټاکنه تایید کړه.

جپاروف د مظاهرو پر مهال له زندانه خوشې شو. دی د اغوا په جرم سزا شوی وو.

د وزیراعظم په توګه د جپاروف تاییدېدلو قیرغیزستان د اکتوبر څلورمې انتخاباتو تر رسمي نتیجو وروسته د هغه بحران هواري پر لار روان کړ چې د مظاهرو له وجې پیدا شوی وو.

تر احتجاج وروسته انتخاباتي کمېشن نتیجې لغوه کړې ځکه چې مظاهره چیانو په پیسو د رایو اخیستو او نامناسبه کړنو تورونه پورې کړل او د اکتوبر پر شپږمه یې حکومتي ودانۍ ونیولې.

XS
SM
MD
LG