د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې دوه ماین لېږدونکي وژل شوي


خوست ښارګوټی
خوست ښارګوټی

د افغانستان د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د اکتور پر ۱۴مه له غرمې مخکې د مرکز اړوند د فارم باغ په سیمه کې دوه ماین لېږدونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.



د خوست د امینه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، پېښه د فارم باغ د خاني کنډو په سیمه کې شوې ده.

ده وویل، ماین لېږدونکو غوښتل چې دوه کړۍ ماینونه خوست ښار ته ولېږدوي، چې په لاره کې ورپسې خپل ماین چاودلی او دواړه په کې وژل شوي دي.

د عادل حیدر په وینا، په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتې.

نوموړي وايي، د پېښې ځای ته د ترهګری ضد مدیریت پولیس ورغلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پیل کړي دي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۳۰مه هم د خوست ښار مجاهد څلور لارې ته نېږدې په یو ماین لیږدونکي پسې خپل ماین چاودلی وو، چې ماین لیږدونکي په کې وژل شوی وو او په هغه پېښه کې شپږ ولسي وګړي هم ټپیان شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG