د افغانستان، امریکا او ترکمنستان په درې اړخیزه غونډه کې د سیمې په کچه د افغانستان د سولې هڅو ملاتړ غوښتنه شوې.
په دې غونډه کې چې د اکتوبر پر نهمه جوړه شوه، د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر، د ترکمنستان بهرنیوچارو وزیر رشید مرادوف او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ډیوید هېل د ویډیويي کنفرانس له لارې پکې ګډون وکړ.
د غونډې په اعلامیه کې د سیمې له هېوادو او نړیوالې ټولنې غوښتنه وشوه چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړي.
په اعلامیه کې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه او پراختیا د دایمي سولې یو مهم شرط بلل شوی دی او همداراز په ټولو چارو کې د ښځو ګډون په ضرورت ټینګار شوی.
په اعلامیه کې راغلي چې د دې غونډو لړۍ به دوام وکړي.