د قرغزستان د پارلېمان غړیو د مشال راډیو قرغزي څانګې ته ویلي چې هغوی به د اکتوبر پر ۱۰مه په پلازمېنه بشکېک ته نږدې د ولسمشر سورونبای جین بیکوف په استوګنځي کې غونډه وکړي څو د بېړني حالت د اعلان او نوي وزیراعظم ته د اعتماد رایې د ورکولو په اړه بحث وکړي.
تر دې مخکې په بشکېک کې د سیالو ډلو ترمنځ چې د پراخو مظاهرو په نتیجه کې د حکومت له ړنګېدو وروسته د واک د ترلاسه کولو هڅه کوي، د نښتو راپورونه ورکړل شول.
مظاهره چیانو چې د اکتوبر پر شپږمه یې حکومتي ودانۍ ونیولې پخوانی ولسمشر الماز بېک اتمبایوف یې له بنده خوشې کړ.
اتمبایوف پر ولسمشر جین بیکوف غږ کړی چې په سوله ییزه توګه دې استعفا وکړي.