د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېولني د زهرو ورکولو تور پر روسي ولسمشر ولګاوه


د روسیې اپوزېشن مشر الېکسي ناولني او ولسمشر ولادیمسر پوتین
د روسیې اپوزېشن مشر الېکسي ناولني او ولسمشر ولادیمسر پوتین

د روسیې اپوزېشن سياستوال الېکسي نېولني ده ته د زهرو ورکولو تور پر ولسمشر ولاديمیر پوتين لګولی دی او ويلي یې دي چې هېواد ته به ستنېږي او د درغليو ضد مبارزه به جاري ساتي.

الېکسي دا خبره د برلن له روغتونه د سېپټمبر په ۲۲مه د رخصت کېدو وروسته په لومړي وار له شپېګل سره په ځانګړې مرکه کې کړي چې نن، د اکتوبر په لومړي نېټه، خپره شوي. نوموړي وويل چې روغتيايي حالت يې ورځ تر بلې په ښه کېدو دی.

نوموړی په اګست مياشت کې د سایبریا په کورني الوتکه کې له ناروغۍ وروسته د درملنې لپاره جرمني ته وړل شوي و.

ده وويل چې د دې کار (زهر ورکولو) تر شا ولسمشر ولاديمیر پوتين لاس دی.

جرمني، فرانس او سویډن ويلي و ازموینو ښودلې چې نېولني ته د نوویچک عصبي اجنټ په نامه زهر ورکړل شوي و.

غربي نړۍ له روسیې په دې اړه وضاحت غوښتي و خو مسکو د پلټنو خبره رد کړې وه. کرېملن په غربي نړۍ د نېولني ناروغۍ په اړه ناسمو معلوماتو خپرولو تور لګولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG