د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان د ابتدايي ښوونځیو پرانیستو ته تیار نه دی: حکومت 


کورونا وایرس د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم ښوونځیو ته د ماشومانو تګ ډېر اغېزمن کړی دی.(انځور د پېښور یو سکول) 
کورونا وایرس د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم ښوونځیو ته د ماشومانو تګ ډېر اغېزمن کړی دی.(انځور د پېښور یو سکول) 

په بلوچستان کې چارواکي اندېښنه لري چې کورونا وایرس يو ځل بيا مخ پر خپرېدو دی چې له وجې یې د دې صوبې د خلکو ژوند بيا سختيدلی شي.

د بلوچستان حکومت ويلي‌چې د سپتمبر په میاشت کې د کورونا وایرس کړو ټيسټونو څخه ۱۳ فیصده یې مثبت ختلي چې دا له تېرو دوو مياشتو څخه زیات دي نو ځکه د دې وایرس د بيا خپرېدو وېره ده.

د وزیراعلی وياند لياقت شهواڼی وايي‌ د دې وایرس د خپرېدو مخنيو‌ي لپاره یې له وفاقي حکومته غوښتي چې د دوو هفتو لپاره دې د لومړنيوو ښوونځيوو يا پرايمري سکولونو پرانیسته وځنډوي.

حکومت اعلان کړی چې د سپتمبر په دېرشمه نېټه لومړني ښوونځي پرانیزي.

شهواني د سپتمبر په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په بلوچستان کې ۱۲۲۱۸ لومړني ښوونځي دي‌ چې د دې صوبې د تعليمي ادارو ۸۲ فیصده جوړوي.

ده وویل، "تر اوسه چې موږ په تعليمي‌ادارو کې کوم ټيسټونه کړي، د مثبتو کيسونو شمېر پکې ۴۲۶ دی. موږ وېره لرو که پرايمري سکولونه خلاص شي نو د کورونا وایرس کیسونه به لا نور زیات شي. په صوبه کې د کورونا وایرس د زیاتېدو وجه دا ده چې تېرې دوه میاشتې د کورونا وایرس ټيسټونه کم شوي وو. خلک له دې وجې مطمينه شول او وېره یې له زړه ووتله. دوی پر لارښوونو عمل کول ودراوه چې له وجې یې اوس کورونا وایرس بيا مخ په خپرېدو دی."

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکي حکومتي ويب پاڼې ترمخه، د سپتمبر په ۲۷مه تر ماښامه پورې په بلوچستان کې د دې وایرس د ټولو ناروغانو شمېر ۱۵۰۱۳ وو. هلته په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې ۱۰۴ مثبت کیسونه مخې ته راغلي.

د وایرس د نور خپرېدو مخنيوي لپاره، حکومت غوښتنه کړې چې خلک دې له يوه بله فاصله وساتي، لاسونه دې بيا بيا په صابن ومينځي او ماسک دې وکاروي.

همدا لارښوونې د ښوونځيوو لپاره هم ورکړې شوې چې په تېر مارچ مياشت کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي ‌لپاره بند کړل شوي وو خو وروسته حکومت اعلان وکړ چې د سپتمبر له ۱۵مې څخه به په مرحله وار شکل پرانیستل شي.

د پاکستان روغتيا وزارت ترمخه په ټول ملک کې د سپتمبر تر ۲۷مې پورې د کورونا وایرس درې لکه ‌لس زره او دوه سوه پينځه اويا مثبت کيسونه ثبت شوي دي.

همداراز له دې وايرسه ۶۴۵۷کسان مړه خو دوه لکه، پنځه نوي زره او شپږسوه ديارلس ترې رغېدلي دي.

په کوټه کې د کوورنا وایرس د خپرېدو مخينوي په عامه پوهاوي پروګرام کې د کار تجربه لرونکي ډاکټر شيرين خان وايي که خلک احتياط ونه کړي، حکومت مجبوره دی په ځينو ځايونو کې ټولبند ولګوي چې د بلوچستان غوندې وروسته پاتې سيمې اقتصاد لپاره ښه نه ده.

نوموړي د سپتمبر په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل، "دلته موږ له یوې هفتې راهیسې وينو چې د کورونا وایرس داسې مریضان مخې ته راځي چې هسپتال ته ضرورت لري او که حالات همداسې وو نو يو ځل بيا به هسپتالونه په مریضانو ډک شي. نو ځکه اوس خلک بله لار نه لري. بايد لاسونه په صابن ومينځي، ماسک وکاروي او دا دې نه وايي‌چې اوس کورونا ختمه شوه. ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي. دا همغه زړې لارښوونې دي خو لا یې هم عملي کول ضروري دي."

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر کې د چين له اوهان ښاره راپېدا او بيا په ټوله نړۍ کې خپور شو.

په پاکستان کې د روان کال په فرورۍ کې لومړی کېس مخې ته راغی چې په بلوچستان کې وو.

بيا له مارچ میاشتې څخه تر جولای پورې یې ډير زیات خلک وځپل.

دې وايرس د لا نور خپرېدو مخنيوي لپاره حکومت په بېلابېلو وختونو کې بازارونه، تعليمي ادارې، دفترونه او تفريح ځايونه هم تړلي‌وو.

XS
SM
MD
LG