د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې بیا زیاتې شوې


دا د اګست له ۷مې راهیسې په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډېر کيسونه دي.
دا د اګست له ۷مې راهیسې په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډېر کيسونه دي.

د پاکستان حکومت د سېپټېمبر له ۲۳مې په داسې حال کې د ميډل سکولونو د پرانیستلو اعلان کړی دی چې د کورونا وایرس کېسونه زیات شوي دي.

د کورونا وایرس په اړه حکومتي ويب سايټ ترمخه د چارشنبې په ورځ ۷۹۹ کورونا وایرس مثبت کېسونه مخې ته راغلي دي.

دا د اګست له ۷مې راهیسې په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډېر کيسونه دي.

چارواکي د دې وجه د ډېرو ټيسټونو کول ښايي او د اندېښنې وړ یې نه بولي.

د پلان وزیر اسد عمر د سېپټېمبر پر ۲۴مه پر ټويټر ليکلي چې د چارشنبې په ورځ په ښوونځيوو کې ۴۲۲۹۹ نوي ټيسټونه شوي دي.

د هغه په وینا مخې ته راغلي مثبت کيسونه ډېر زیات نه دي. خو ډان ورځپاڼې د روغتيا نړيوالې ادارې د يو چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستی، له خولې ويليچې د سېپټېمبر پر ۲۴مه يې د پاکستان حکومت ته په لېږلو لارښوونو کې ويلي چې له غفلته دې کار نه اخلي ځکه چې کورونا وایرس بيا ډېريدلای شي.

بلوچستان کې د کورونا زياتېدونکې پېښې او د وسايلو کمی
بلوچستان کې د کورونا زياتېدونکې پېښې او د وسايلو کمی

په پاکستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخينيو لپاره ښوونځي د مارچ په میاشت کې بند شوي وو.

د وزیراعظم عمران خان د روغتياييچارو سلاکار ډاکټر فیصل سلطان د سېپټېمبر پر ۲۳مه په يوه خبري غونډه کې ويلي دوی د سېپټېمبر پر ۱۵مه لومړني ښوونځي او اوس په دوهمه مرحله کې منځني ښوونځي يا ميډل سکولونه پرانیزي.

نوموړي وویل: د الله نوم اخلو او ښوونځي پرانیزو. خو زموږ ذمه واري ده چې د دې وایرس بيا راپورته کېدو مخه ونیسو. زه په دې موقع يو ځل بيا له استادانو، زده کوونکو او والدينو غوښتنه کوم چې ماسکونه دې وکاروي او له يوه بله دې فاصله وساتي. په دې سره به موږ له دې وایرسه بچ پاتې شو."

د مرکزي حکومت د نوې پرېکړې خلاف د سيند صوبې د تعليم وزارت ويلي چې دوی منځني ښوونځي نه پرانيزي.

په حیات اباد ميډيکل کمپليکس کې ډاکټره ریزمي طاهر,وايي، که حالت همداسې وي نو ډېر ژر به دا وایرس بيا خپور شي.
په حیات اباد ميډيکل کمپليکس کې ډاکټره ریزمي طاهر,وايي، که حالت همداسې وي نو ډېر ژر به دا وایرس بيا خپور شي.

د سپتمبر پر ۲۴مه رسنيوو ته د ليږلو معلوماتو ترمخه صوبايي حکومت د دې دليل له کورونا وایرس له بيا راپورته کېدو وېره ښودلې او ويل شوي چې ځينې ښوونځيوو لارښوونې نه دې عملي کړينو ځکه یې پرانیسته د سپتمبر تر اته ویشتمې ځنډولې ده.

په حیات اباد ميډيکل کمپليکس کې ډاکټره ریزمي طاهر چې د کورونا وایرس د مریضانو په وارډ کې یې کار کړی دی، واييچې اوسمهال خلک او آن روغتيايي کارکوونکي نه ماسک اغوندې، نه له يوه بله فاصله ساتي او نه هم نور احتياط کوي.

هغې د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل که حالت همداسې وي نو ډېر ژر به دا وایرس بيا خپور شي.

د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي

نوموړې دا هم وویل، "داسې ښکاري چې د کورونا وایرس کیسونه بيا زیاتېږي. دلته خو داسې حالت دی لکه کورونا وایرس چې بیخي وو نه. هېڅوک احتياطي تدابير نه عملي کوي. دکانونه، رسټورانټونه او هر څه خلاص دي. ماسکونه هم ځيني خلکو په لاس کې نيولي وي او ځينو په غاړه کې اچولې وي. نو که موږ احتياط ونه کړو، په دې کې هيڅ شک نشته چې کورونا وایرس به بیا را اوچت شي."

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په دیسمبر کې د چين له اوهان ښاره راپېدا او بيا په ټوله نړۍ کې خپور شو.

په پاکستان کې د روان کال په فرورۍ کې لومړی کېس مخې ته راغی او له مارچ څخه تر جولای پورې یې ډېر زیات خلک وځپل.

د دې وايرس د لا نور خپرېدو مخنيوي لپاره حکومت په بېلابېلو وختونو کې بازارونه، تعليمي ادارې، دفترونه او تفريح ځايونه وتړل.

په پېښور کې ډاکټر انور عليوايي د حکومت د دغو تدابیرو له وجې کورونا وایرس مخ په ختمېدو وو نو ځکه خلکو په ناسمه توګه فکر کړی چې هر څه سم دي.

هغه د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې په ډېرو ملکونو کې کورونا وایرس تر کمزوري کېدو وروسته له دې وجې بيا زورور شوی چې خلکو یې بې احتياطي کړې ده.

ډاکټر انور زیاتوي، : دا وېره شته چې کورونا وایرس به بيا زیات شي. خو خلک ترې په ساده احتیاط ځان ساتلی شي. په دې کې لاسونه مينځل، د ماسک کارول او د يو بل سره ډير نه نیزدي کېدل شامل دي. د کوم زیات عمر والا خلک چې ناروغه دي هغه خو بايد بيخي له خلکو ليري پاتې شي. دا یو خطرناک وایرس دی. ټوکې یې بايد ونه ګڼو."

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکي ويب سایټ ترمخه د سېپټېمبر د ۲۴مې د ماښامه پورې په ټول ملک کې درې لکه اته زره او شپږ سوه اتلس کسان کورونا وایرس وهلي.

شپږ زره او څلور سوه درې څلويښت ترې مړه شوي خو دوه لکه څلور نوي زره او څلور سوه ترې رغيدلي دي.

XS
SM
MD
LG