د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکولونه مه پرانېزئ، کورونا وبا خوروي: ډاکټران


د پېښور یوه ښوونځي کې ماسک وهلي زده کوونکي په ټولګي کې د زده کړو پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۵ سېپټمېبر
د پېښور یوه ښوونځي کې ماسک وهلي زده کوونکي په ټولګي کې د زده کړو پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۵ سېپټمېبر

د پاکستان وفاقي حکومت د سېپټمبر پر ۱۵مه د نهم او لسم ټولګيو زده کوونکو لپاره د سکولونو دروازې بیرته پرانېستې، خو په ځينو سيمو کې په زده کوونکو او استادانو کې يې د کورونا وايرس تر موندل کېدو وروسته لسګونه سکولونه بیرته وتړل شول.

په داسې کې اندېښنې پيدا شوي چې که حکومت د پاتې ټولګيو ماشومانو ته هم سکولونو ته د تګ اجازه ورکړي نو ښايي په هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر يو وارې بيا سېوا شي.

په پاکستان کې د ډاکترانو اتحاديې “پاکستان ميډيکل ايسوسي ايشن” جنرل سېکرټري ډاکټر قيصر سجاد د سېپټمبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، دوی په هېواد کې د کورونا وايرس نويو مثبتو پېښو ته په کتو حکومت ته وړانديز کوي چې د مډلسکولونو بیرته خلاصولو پرېکړه لږ تر لږه له دوو تر درو اوونيو وځنډوي. ځکه چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو، لکه امريکا، برېتانيا، برازيل او اسټراليا کې د کرونا وايرس وبا بیرته زور موندلی او تباهي يې راوستې ده.

ډاکټر سجاد وايي که څه هم په پاکستان کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې ډېرې کمې شوې وې، خو اوس وبا بیرته سر راپورته کړی. او پکار ده چې د مخنيوي فکر یې وکړل شي. حکومت خلک او تعليمي ادارې بايد اړې کړي چې له کورونا وايرسه د حفاظت پر لارښونو عمل وکړي. په پرانېستل شويو سکولونو او کالجونو کې له کورونا وايرسه د حفاظت چارې له نيږدې وڅاري او پرايمري سکولونه تر هغو بیرته پراننيزي چې حالت بېخي د تسلۍ وړ شوی نه وي.

دا چې د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمې پر ۲۳م سېپټمبر د مډل سکولونو بیرته خلاصولو لپاره څه تيارۍ نيولي او په نهم او لسم ټولګيو کې د زده کړو پر وخت له کورونا وايرسه پر حفاظتي لارښوونو عمل کېږي او که نه؟ پر دې موضوعاتو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره مو د تعليم صوبايي وزير شهرام خان او د محکمې دوو ډايرېکټرانو حشمت خان او حافظ ابراهيم ته پر ۲۱م سېپټمبر د ورځې په بېلا بېلو وختونو کې ټيليفوني پيغامونه پرېښودل او زنګونه مو ورووهل، خو هغوی ځواب و نه وايه.

البته په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د لومړني او ثانوي تعليم د سټينډنګ کمېټې مشر پښتونيار خان، چې د واکمن تحريک انصاف ګوند دی، پر هم ياده نېټه مشال راډيو ته وويل چې د خپلو مرکزي او صوبايي مشرانو د لارښوونو په رڼا کې نه يوازې مډل بلکې تر هغې وروسته په تدريجي ډول د پرایمري کلاسونو بیرته خلاصولو ته هم تيارۍ نيول شوي.

((د مرکزي حکومت لخوا د سکولونو بیرته پرانېستلو له پرېکړې سره سم زموږ د تعليم پخواني وزير اکبر ايوب خان، د تعليم سېکرټري او نورو افسرانو د سکولونو دورې کړي او حالات يې له نېږدې څارلي دي. موږ هڅه کوو چې تر نهم او لسم ټولګيو هم زيات ښه انتظامات وکړو او يقيني کړو چې د شپږم، اووم او اتم ټولګيو زده کوونکي او د هغوی استادان هرو مرو له کورونا وايرسه د حفاظت لارې چارې عملي کړي. موږ به پوره کوښښ کوو چې ماشومان او عام خلک له کورونا ناروغۍ محفوظ وساتو او په تدريجي ډول پراېمري ټولګي هم بیرته پرانېزو. شکر دی تراوسه موږ نه يو اړ شوي چې د کورونا وبا د خطر له وجې خپل سکولونه بیرته وتړو.))

د خيبرپښتونخوا د صوابۍ د پنجپير کلي د هلکانو د های سکول پرېنسيپل محمد وقاص د سېپټمبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې دوی پر حفاظتي لارښونو پوره عمل کوي او تيار دي چې د شپږم، اووم او اتم ټولګيو ماشومانو ته هم زده کړې پيل کړي.

((موږ يقيني کړې چې زده کوونکي تردامنځ درې فټه فاصله وساتي. د سهار له پاو باندې اوو بجو اولنی کلاس پيلوو چې له ۲۰ تر ۲۵ پورې زده کوونکي پکې وي. دغه کلاس پر ۱۰ بجې ختم او بل هغه پر پاو باندې لس شروع او يوه بجه ختم کړو. په کلاس کې سينيټايزر پروت وي، هر ماشوم او هم يې استاد ماسک اچولی وي. د استادانو د کورونا ټيسټونه هم کېږي. سکول ته تر داخلېدو مخکې د هر هلک د وجود درجه حرارت کتل کېږي. غرض دا چې موږ ته هېڅ مساله نشته او که د نورو ټولګيو ماشومان هم راشي نو سمبال به يې کړو.))

د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود د سېپټمبر پر ۱۹مه پر ټوېټر وليکل چې وار له مخه د زده کوونکو شپږ مياشتې ضايع شوي او که سکولونه يو وارې بيا په تادۍ کې وتړل شول نو د هېواد تعليمي چارو ته به نه جبرانېدونکی تاوان ورسي.

نوموړې زياته کړې، دوی به د سېپټمبر پر ۲۲مه د کورونا وبا د کنټرول په مرکز کې غونډه کوي او که تر هغه وخته حالت نور پسې خراب شوی نه وي نو له شپږم تر اتم ټولګيو پورې ماشومانو ته به اجازه ورکړي چې پر ۲۳مه خپلو سکولونو ته لاړ شي.

رپورټونه وايي، د سېند حکومت وار له مخه د مډل سکولونو بیرته پرانېستل يوه اوونۍ ځنډولي دي.

د بلوچستان د حکومت په حواله ويل شوي چې په دې صوبه کې د سېپټمبر له ۱۵مې راهيسې چې تعليمي ادارې بیرته پرانېستل شوي، د کورونا وايرس ۶۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له همدې کبله حکومت په کوټه کې د يوه پوهنتون پشمول په همدې ښار، ژوب او د صوبې په يو شمېر نورو ځايونو کې لسګونه سرکاري سکولونه بیرته تړلي دي.

XS
SM
MD
LG