د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين کې د الوتکې پریوتو پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي


د اوکراين سرکاري بيړنيو خدماتو څانګې د سېپټېمبر پر ۲۵مه ناوخته په خپل ټېلېګرام چېنل ويلي دي چې دغه اېن اې ۲۶ پوځي الوتکه د يوکراين په شمال مشرقي سيمه هرکېف کې راپريوتې.

د هوايي ډګر د الوتکو ټريفک کنټرول ترمخه په الوتکه کې ۲۸ کسان سپاره وو چې پکې د ۲۶ قربانيانو مړي موندل شوي دي، دوه کسان ژوبل شوي دي او د څلورو لټون روان دی.

د کورنيو چارو وزارت بيا په يو جلا بيان کې ويلي دي چې په الوتکه کې د هوايي ځواک پېلوټان او کېډټس يا نوي تربيت اخېستونکي غړي سپاره وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG