د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په سروبې ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی


افغان امنیتي چارواکي وايي، په عملیاتو کې ۱۰ تنه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.
افغان امنیتي چارواکي وايي، په عملیاتو کې ۱۰ تنه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.

افغان چارواکي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین مشال راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د کابل لپاره د طالبانو سرې قطعې مرستیال او یو بل قوماندان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "ګډو امنیتي ځواکونو په سروبي ولسوالۍ کې هدفمند عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د کابل ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان غیرت‌الله چې په ملا سنګین مشهور و، له یو بل قوماندان صلاح‌الدین صادق سره یو ځای وژل شوی."

ارین زیاته کړه چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG