د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوشیدې سوګا د جاپان نوی وزیراعظم وټاکل شو


یوشیدې سوګا هوډ څرګند کړی چې د پخوانۍ انتظامې زياتره اجنډه به مخې ته بيايې چې پکې د ده اقتصادي اصلاحاتو پروګرام هم شامل دی.
یوشیدې سوګا هوډ څرګند کړی چې د پخوانۍ انتظامې زياتره اجنډه به مخې ته بيايې چې پکې د ده اقتصادي اصلاحاتو پروګرام هم شامل دی.

د جاپان پارلېمان استازو یوشیدې سوګا د دغه هیواد د نوی وزيراعظم په توګه وټاکه.

سوګا د سېپټېمبر پر ۱۶مه د جاپان پارلېمان په دواړو ايوانونو کې د باور رایې ترلاسه کړې.

د جاپان پارلېمان دواړه ايوانونه حکومتي اېتلاف کنټرولوي او د دې اېتلاف مشري د سوګا محافظه کاره لېبرل ډېموکراټ ګوند کوي.

د پخوانی وزيراعظم شینزو ابې يو نېږدې ملګری چې تېره میاشت يې د نوموړي د دندې استعفی اعلان کړه ويلي و چې پخوانی وزيراعظم ناروغه دی.

بلخوا نوي وزيراعظم هوډ څرګند کړی چې د پخوانۍ انتظامې زياتره اجنډه به مخې ته بيايي چې پکې د ده د اقتصادي اصلاحاتو پروګرام هم شامل دی.

۷۱ کلن تجربه کار سياستوال يوشېدې سوګا پر داسې وخت څوکۍ سمباله کړې چې د نورو هېوادونو په څېر جاپان هم له کورونا وبا سره په مبارزه بوخت دی.

دې وبا د نړۍ اقتصاد ته سخت تاوان رسولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG