د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په یوه خوله د سېپټېمبر پر ۱۵ مه په یو قرارداد کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل هرکلی وکړ.
په دغه قرارداد کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو سیاسي میشن د راروان یو بل کال لپاره د غځولو منظوري هم ورکړل شوه او پر دواړو خواو یې په افغانستان کې پر یو بل د باور زیاتولو او تشدد د لا نور کموالي غږ کړی.
افغان حکومت او اتحادیان چې پکې نېټو او امریکا هم دي پر طالبانو اوربند ته د راضي کېدو غږ کوي چې ترمخه به یې د لسیزو اوږدې شخړې د ختمولو په اړه په دغو خبرو کې پرمختګ ته مرسته ترلاسه شي.
د دواړو خواوو د ویاندو له مخې د سېپټېمبر پر ۱۵مه افغان حکومت او طالب مشرانو د قطر په دوحه کې خپل نېغ په نېغه د خبرو د لومړني پړاو پیل وکړ.
دواړه خواوې هڅې کوي پر اېحنډه کار وکړي.
طالبان لا هم اوربند ته نه دي رضا شوي او د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له امریکا سره د سولې د تړون وروسته یې تقریبن هر ورځ پر افغان امنیتي عسکرو بریدونه کړي.
د دغه تړون له مخې به نړیوال عسکر له افغانستانه ووځي.