د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران هر بريد ته به ۱۰۰۰ برابره سخت ځواب ورکړل شي: ټرمپ


ډونلډ ټرمپ لیکلي: "داسې راپورونه شته چې ایران ښايي د ترهګر رهبر سلیماني د وژنې په تړاو کومه وژنه یا بريد پلان کړي."
ډونلډ ټرمپ لیکلي: "داسې راپورونه شته چې ایران ښايي د ترهګر رهبر سلیماني د وژنې په تړاو کومه وژنه یا بريد پلان کړي."

ډونلډ ټرمپ دا خبره تر هغو راپورونو وروسته وکړه چې پکې ویل شوي، ایران په پام کې لري یوه امریکايي سفارتکاره د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې ووژني.

ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر پر ۱۴مه په یوه ټویټ کې وویل: "د امریکا په وړاندې د ایران هره حمله به، که په هره بڼه وي، زر برابره سخته ځواب شي.

" د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني د روان ۲۰۲۰ز کال په جنوري میاشت کې د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه د امریکا په يو ډرون بريد کې ووژل شو."

ډونلډ ټرمپ لیکلي: "داسې راپورونه شته چې ایران ښايي د ترهګر رهبر سلیماني د وژنې په تړاو کومه وژنه یا بريد پلان کړي."

ځینو امریکايي چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۴مه رسنیو ته ویلي وو چې ایران په جنوبي افریقا کې د امریکا د سفیرې لانا مارکس د وژنې پلان لري.

د ټرمپ د دې څرګندونو په ځواب کې ايران واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د امريکا د يوې "نوې سټراټيجيکي غلطۍ" په صورت کې به ايران "قاطع ځواب" ورکړي.

دا خبره د ايران حکومت وياند علي رابعي د سېپټېمبر پر ۱۵مه په تهران کې يوې خبرې غونډې ته وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG