هند او چین ویلي دي چې له پولې څخه به یې هغه سرتېري په چټکۍ شاتګ وکړي چې له څو ورځو راهیسې یو بل ته مخامخ دي او د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ یې د جنګ خطر پیدا کړی دی.
دا موافقه د سېپټېمبر پر ۱۱مه په مسکو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جیشنکر او د هغه د چینايي سیال وانګ يي ترمنځ په ملاقات کې شوې.
دوی په ګډ بیان کې ویلي چې " د بهرنیو چارو وزیران سلا شول چې پر پوله اوسنی وضعیت د هېڅ لوري په ګټه نه دی، نو ځکه دوی موافقه وکړه چې پر پوله دې د دواړو خواوو سرتېري خبرو ته دوام ورکړي، ژر دې شاتګ وکړي، له یو بله دې مناسب واټن وساتي او ترینګلتیا دې کمه کړي." د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، بیجنګ به له هند سره له ډېپلوماټیکو او پوځي لارو رابطو ته دوام ورکړي.
د مسکو غونډه تر هغې وروسته شوې چې روانه اوونۍ پر پوله د سرتېرو د نښتې له وجې د هند او چین ترینګلتیا زیاته شوه.
دواړو خواوو پر لانجمنه پوله د یو بل پر پوځیانو د بې پرواه اقداماتو تور پورې کړ.
له رپورټونو سره سم، د سېپټېمبر پر اتمه سرتېرو پر پوله د خبردارۍ ډزې کړې وې.