د خیبر پښتونخوا په شانګله کې یوه سړی خپله ښځه، ورېندار او ورور په ډزو ویشتي او وژلي دي.
د بشام پوليسو مشر ډي ايس پي حبيب شاه مشال راډیو ته ویلي چې دا پېښه نن[ د سېپټېمبر پر ۱۰مه] د شانګلې شنګ کلي کې رامنځ ته شوی، چیرته چې د صابر حسین په نوم یو ځايي وګړي خپله ښځه، ورېندار او ورور وژلي دي.
پولیس شک څرګندوي چې دغه وژنې د غیرت په نوم شوي دي.
پولیسو صابرحسین نیولې او په دغه اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د ناموس په نوم د وژنو پېښې ډېرې شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په خپل یو وروستي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې هر کال شاوخوا ۱۰۰۰ ښځې د غیرت په نوم وژل کېږي.