د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو ننګرهار کې د ۶۰ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي


چارواکي وايي، په هوایي بریدونو کې د وسله والو طالبانو شبکه او درانه مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
چارواکي وايي، په هوایي بریدونو کې د وسله والو طالبانو شبکه او درانه مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې افغان چارواکو د ۶۰ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوې اوونۍ په دوران کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۴۰ پورې ټپیان شوي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي د سېپټېمبر پر نهمه رسنیو ته په یوه لېږلي پېغام کې ویلي چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو غوښتل چې په شېرزاد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستو ډله ییز بریدونه وکړي، خو د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې چې افغان هوایي ځواکونو یې ملتیا کوله، ۶۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپيان شوي دي.

د ده په خبره په هوایي بریدونو کې د وسله والو طالبانو شبکه او درانه مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG