د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کندهار کې د انګورو حاصلات کم شوي'


دوی د خپل حاصل د کمېدو علت د سپېر غوږي په نوم يو ډول نباتي ناروغي یادوي.
دوی د خپل حاصل د کمېدو علت د سپېر غوږي په نوم يو ډول نباتي ناروغي یادوي.

په کندهار ولایت کې يو شمېر باغوانان وايي، پر انګورو یې د سپېرغوږي نومي نباتي ناروغۍ له کبله یې سږ کال بر ییا حاصلات لږ اخیستي دي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسولان هم مني چې سږ کال د نباتي ناروغیو له کبله د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

سید حفیظ‌ الله سیدي مشال راډیو رادیو ته وویل، دوی د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره باغوانانو ته عامه پوهاوی ورکړی او په زرګونه کیلوګرامه درمل‌ یې هم ورته وېشلي دي.

د سیدي په خبره، سږ کال به د کندهار د انګورو د تولید کچه شاوخوا ۳۰۰ زره مټریک ټنه وي، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه شاوخوا ۴۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG