د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې ساجد ګوندل ژر وموندي: پاکستان بشري حقونو کمېشن


د ګوندل کورنۍ وايي چې هغه له هېچا سره دښمني نه درلوده.
د ګوندل کورنۍ وايي چې هغه له هېچا سره دښمني نه درلوده.

د پاکستان بشري حقونو کمیشن ایچ ار سي پي مشر مهدي حسن د سپټیمبر پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې تورن کسان باید تر نیول کېدو وروسته عدالت ته وړاندې کړل شي

د پاکستان بشري حقونو کمیشن، د بې پولې خبریالانو سازمان په ګډون ځینو فعالانو د پخواني خبریال او سیکیوریټیز اینډ ایکسچینج د یو مشر ساجد ګوندل د لادرکه کېدو غندنه کړې او له حکومته یې د هغه د ژر تر ژره موندلو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان بشري حقونو کمیشن ایچ ار سي پي مشر مهدي حسن د سپټیمبر پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې تورن کسان باید تر نیول کېدو وروسته عدالت ته وړاندې کړل شي خو په موجوده وخت کې د پاکستان په یوه مهذبه ټولنه کې د خلکو په جبري توګه لادرکه کېدل غیرمناسبه ده.

"د یوې اطلاع تر مخه دا مهال شاخوا دوه زره کسان د لادرکه کسانو په فهرست کې شامل دي. په پاکستان کې درې قسمه خلک لادرکه دي، یو هغه چې په غیرقانوني لارو اروپا یا نورو هېوادونو ته ورځي او پکې ځینې په لارو کې مړه شي او ځینې خپل منزل ته ورسیږي. ځینې لادرکه بیا هغه کسان دي چې امنیتي ادارې یې اوچت کړي او هغوی دا فکر کوي چې ګواکې د دوی خلاف ثبوتونه نشته چې عدالت ته یې وړاندی کړي نو له ځان سره یې وساتي. او درېم قسم هغه لادرکه دي چې د کورنۍ د مالي مرستو یا نورو فعالیتونو لپاره له کورونو ولاړ شي نو په دې لادرکه کسانو کې ځینې په خپله خوښه تللي او ځینې د حکومت په تحویل کې دي او یا یې د لادرکه کېدو حکومت ذمه واره دی."

د ساجد ګوندل کورنۍ رسنیو ته ویلي چې هغه د سپټمبر له درېمې راهیسې لا درکه دی خو پولیسو ته یې ګاړی د اسلام اباد په شهزاد ټاون کې د سپټمبر پر څلورمه ترلاسه شوی دی. د ګوندل کورنۍ وايي چې هغه له هېچا سره دښمني نه درلوده.

اسلام اباد های کورټ له حکومته غوښتنه کړې وه چې باید ګوندل د سپټمبر پر اوومه تر دوو بجو پورې وموندل شي. د نوموړي په موندلو کې د پاتې راتللو وروسته د اسلام اباد های کورټ چیف جسټيس اطهر من الله د سپټمبر پر اوومه د کورنیو چارو پر سېکېرټري، پولیسو او وفاقي چارواکو تنقید وکړ او د هغه د موندولو هدایات یې ورکړ.

بلخوا په پاکستان کې ځینې کسان د ساجد ګوندل لادرکه کېدل د وزیراعظم عمران خان ځانګړي سلاکار لیفټینټ جنرل عاصم باجوه د اثاثو په اړه فېکټ فوکس ادارې ته د خبرونو ورکولو او د باجوه له استعفا سره تړي.

وروسته عاصم باجوه د ځانګړي سلاکار له دندې د استعفا ورکولو وویل خو د سپټمبر پر پنځمه وزیراعظم عمران خان د باجوه لخوا په ورکړل شوي وضاحت اطمینان څرګند کړ.

بلخوا فېکټ فوکس ادارې هم دا خبره رد کړې چې ګواکې ساجد ګوندل ورته د عاصم باجوه د شتمنیو په اړه معلومات ورکړي دي. په جنوبي ایشیا کې د بخښنې نړیوال سازمان په ټویټر له پاکستاني حکومته د ساجد ګوندل په اړه په سمدستي توګه د معلوماتو کولو غوښتنه کړې ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان ار ایس ایف په پاکستان کې استازی اقبال خټک بیا وايي، که ساجد ګوندل د عاصم باجوه په اړه د خبرونو ورکولو له وجې لا درکه شوی وي نو دا کار ډیر خطرناکه دی ځکه چې د پاکستان د قانون له مخې هر تن د معلوماتو ترلاسه کولو حق لري.

نوموړي زیاته کړه، په دې هېواد کې له تېرې څه مودې راهیسي هغه کسان لادرکه کېږي چې پر حکومت او امنیتي یا ریاستي ادارو تنقید کوي.

"د پاکستان په قانون کې دا خبره نشته چې یو تن بې قانوني کارروایۍ/ جرمونو غیب کړل شي او دا پته یې نه لګي چې له چا سره دی او په کومو حالاتو کې دی.چا چې ساجد ګوندل غیب کړی دی، باید معلومات یې وشي او سزا ورته ورکړل شي."

په ټولنیزه میډیا هم د ساجد ګوندل د لادرکه کېدو خلاف خبرې روانې دي. په لاهور کې استاد او د بشري حقونو مبارز عمار علي جان په خپل ټویټر لیکلي، که سیاست وي، صحافت وي او که معیشیت، هر څه اوس ملي امنیت ګڼل کېږي، دا حالت نور نشي چلیدای.

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري په ټویټر لیکلي چې د ساجد ګوندل لادرکه کېدل د انديښنې خبره ده او د حکومت په توګه یې داذمه واري ده چې د ګوندل ژر تر ژره موندل یقیني کړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، په دې هېواد کې رسنۍ پوره ازادي لري خو د بشري حقونو فعالې ریحام خان په خپل ټویټر لیکلي چې د وزیراعظم له دې بیان یو ورځ وروسته پخوانۍ خبریال ساجد ګوندل لادرکه شوی دی.

بلخوا په جبري توګه د لادرکه شوو کسانو په اړه د پلټنیز کمیشن مشر جاوید اقبال د ساجد ګوندل د لادرکه کېدو نوټیس اخیستې او له اړونده چارواکو یې رپوټ غوښتې دی.

XS
SM
MD
LG