د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېلاروس اپوزېسیون مشره د اروپايي شورا پارلېماني اسمبلۍ ته وینا کوي


سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال.(انځور له ارشیف)
سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال.(انځور له ارشیف)

ښايي د بېلاروس اپوزېسیون مشره سوېتلانا تیخانوفسکایا د سېپټېمبر پر اتمه د اروپايي شورا پارلېماني اسمبلۍ ته وینا وکړي.

د سېپټېمبر پر اوومه د اپوزېسیون مخکښه او مخوره مشره د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې تر پټېدو وروسته په لتوانیا کې راښکاره شوه او نوموړې په بېلاروس کې د اګسټ نهمې له انتخاباتو د وروسته حالت په اړه په یوه بحث کې ګډون کوي.

د اروپايي شورا د پارلېماني اسمبلۍ مشر پېک دایمز په بېلاروس کې د ټولو په ګډون د یوې سیاسي پروسې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د دې وړاندیز هدف دا دی چې په بېلاروس کې واک په سوله‌ییز او ډیموکراتیک ډول انتقال شي.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلاروس کې د ولسمشریزو انتخاباتو د لانجمنو نتیجو پر ضد ولس او اپوزیشن ډلې لارو کوڅو ته وروتلې دي او له تېرو درې اوونیو راهیسې د مهمو سرکاري کارخانو کارکوونکي د احتجاج په توګه کار ته نه ځي.

په دې مظاهرو کې تراوسه په سلګونو کسان ټپیان شوي او درې وژل شوي دي.

حکومت تراوسه له ۷۰۰۰ ډېر مظاهرچیان نیولي هم دي.

د اګست له نهمې راهیسې چې د انتخاباتو په پای کې نظرپوښتنو د لوکاشېنکا د بریا اشاره ورکړه، په بېلاروس کې زرګونو کسانو لارو، کوڅو ته مخه کړه.

مظاهرين وايي، دغه ولسمشریز انتخابات چې لوکاشېنکا پکې د لوی بريا ترلاسه کولو ادعا کوي پکې درغلۍ شوې دي.

اپوزېشن ګوندونه وايي چې د روان کال د اګست پر نهمه هلته په ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

دوی غوښتنه کوي چې ولسمشر الیګزنډر لوکاشینکا دې استعغا وکړي او له سره دې ټاکنې وشي. خو په دې ټاکنو کې بریالی اعلان شوی ولسمشر لوکاشینکو درغلۍ ردوي او د بیا انتخاباتو مخالف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG