د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غیرت په نامه ښځه وژل غیرت نه دی: قاضي فایز عیسا


د سپریم کورټ جج قاضي فایز عیسا
د سپریم کورټ جج قاضي فایز عیسا

د پاکستان سپریم کورټ‌ جسټس قاضي فایز عیسا ویلي، د غیرت په نوم د یوې ښځې وژنه کله هم غیرتي عمل نشي کیدای.

د ډان ورځپاڼې د راپور تر مخه، چیف جسټس د جمعې پر ورځ د یوې ښځې صایمې بې بې د وژنې په تور د هغې د میړه د محمد عباس د اپيل اورېدنې پرمهال زیاته کړه، که د داسې وژونو لپاره د غیرت ټکې ونه کارول شي نو ورسره دا پېښې ختمیدای شي.

صایمه بي بي د ۲۰۰۹م کال په مې کې وژل شوې وه او د میړه پرضد یې د پنجاب په ننکانه صاحب تاڼه کې رپوټ درج شوی وو. د صایمه بي بي د وژنې د اورېدنې پر مهال قاضي فایز عیسا خپګان څرګند کړ چې پر ښځو د تشدد ختمولو لپاره کافي کار نه دی شوی او په پاکستانۍ ټولنه کې سختدریځي او تشدد خور شوی او دې حالاتو لا نوره د ظلم بڼه خپله کړې ده.

په پاکستان کې د ټولنیزو چارو ځینې پوهان هم دا نظر لري چې باید د ښځې یا سړي په خوښه واده یا د کوم تور په ترڅ کې د هغې وژنه له غیرت سره ونه تړل شي.

لیکوال او ژبپوه نور الامین یوسفزي د سپټمبر پر شپږمه مشال ریډيو ته وویل، پکاره ده چې د غیرت په نوم د وژونو پر ځای د یو قام د کلتور او روایاتو خلاف ورزي کولو په تور د وژنې په څیر ټکې وکارول شي.

((ما کله هم په پښتونولی کې د غیرت په نوم د وژنې اصطلاح نه ده اوریدلې. زما په خیال دا د انګریزی انر کلنګ ټکې چې اردودانې طبقې ژباړلې نو د غیرت په نوم قتل اصطلاح یې ترې جوړه کړې ده. په پښتني ټولنه کې به چې کله یوې جینۍ یا ښځې به داسې کار وکړ چې پښتنو به د خپلو روایاتو خلاف ګڼو نو جینۍ به یې تورنه کړه او وویل کیده به چې جینۍ توره د.))

د ټولنیزو چارو پوهه جمیل چترالي بیا وايي چې د یو انسان وژنه غیرت نه وي او قتل یا دغسې پیښو ته د غیرت په نوم وژنې ویل د جهالت د وخت څرګندونه کوي.

((ناموس یا غیرت د مرګ نه زیات د ژوند حفاظت کوي او دا په هر قبایلي کلتور کې شته.))

لیکواله سلما شاهین وايي، په پښتانه ټولنه کې د خوښې واده یا د روایاتو خلاف ورزي کولو په نتیجه کې د وژونو لپاره به پخوا د تورې کولو اصطلاح کارول کېده خو اوس په رسنیو او د بشري حقونو په ادارو کې ورته د غیرت په نوم وژنه وویل کېږي چې د غیرت او ناموس سره سمون نه خوري.

په شمالي وزیرستان کې پولیس چارواکیو د مې په ۱۶ مه ویلي ول چې دغلته څو ورځې وړاندې د یوې ویډیو خپرېدو نه وروسته دوه جینکۍ خپلو خپلوانو وژلي دي. په پاکستان کې اکثره په خوښه د ودونو، د جینکو یا ښځو بغیر له اجازې له کوره بهر پاتې کېدو یا وتلو او یا له چا سره د اړیکو په تور د وژونو خبرونه مخې ته راځي او د دې لپاره د غیرت په نوم د وژونو اصطلاح کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG