د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېلاروس پولیسو ګڼ شمېر حکومت ضد مظاهره چیان نیولي دي 


په بېلاروس کې له میاشتو راهسې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي
په بېلاروس کې له میاشتو راهسې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي

په بيلاروس کې پولیسو د حکومت خلاف راوتي ګڼ مظاهره چيان نيولي دي.

ځينو رسنيوو ليکلي چې د سپتمبر په پينځمه په مينسک ښار کې د زده کوونکو او ښځينه فعالانو له مظاهرو څخه خوا او شا ديرش کسان نيول شوي دي.

په بيلاروس کې ځيني خلک له څلورو هفتو راهيسې له دې وجې مظاهرې کړي چې په وينا يې ولسمشر اليکزاندر لوکاشينکا د اګست د نهمې په ټاکنو کې د درغليوو له لارې حکومت ته رسېدلی دی.

نوموړی له شپږ ویشتو کلونو راهیسې په واک کې دی او وايي درغلي يې نه ده کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG