د بلوچستان ماډل کورټ د دې صوبې د اسبملۍ پخوانی غړی او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مخکښ مجيد خان اڅکزی د ټريفک چارواکي د وژنې په مقدمه کې بري کړی دی.
د کوټې ماډل کورټ جج دوست محمد مندوخېل د ثبوتونو د نشتوالي پر اساس مجيد اڅکزی د سپټمبر پر څلورمه خوشی کړ.
په ۲۰۱۷ م کال کې انسپکټر عطا الله د زرغون سړک پر جي پي او څلور لارې ټريفک کنټرولو چې يو ګاډي وهلی وو.
لومړی د نوموړي د وژنې مقدمه د ناڅرګنده کسانو خلاف درج شوه خو په رسنيو کې د سي سي ټي وي ويډيوګانو تر خپرېدو وروسته مجيد اڅکزی ونيول شو خو بيا نوموړی په ضمانت خوشې شو.
د اڅکزي وکيل کامران مرتضی بي بي سي ته ويلي دي چې ګاډی د مجيد خان اڅکزي و خو د پېښې پر وخت هغه په خپله ګاډي نه چلولو او هم دغه وجه ده چې عدالت هغه پريښود.
د مجيد پريښودو په ټولنيزو رسنيو کې بيا تاوده بحثونه راپورته کړي او د ټولنيزو رسنيو کارونکي د نوموړي په پريښودو غم او غصې څرګندونې کوي.