د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې دوه تنه دیني عالمان وژل شوي


په پکتیان کې وژل شوی تن مولوي مهاجر
په پکتیان کې وژل شوی تن مولوي مهاجر

د افغانستان د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د سېپټېمبر پر درېیمه غرمه مهال د څمکنیو په ولسوالۍ کې د جامع جومات یو خطیب او د قران یو حافظ وژل شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمان منګل مشال راډیو ته وویل، وژل شوی دیني عالم مولوي مهاجر نومیده، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ د جامع جومات خطیب وو او بل کس د قاري عبدالعزیز په نوم د قران یو حافظ وو.

نوموړي ددې وژنې پړه په وسله والو طالبانو اچولې ده.

د منګل په وینا، چې دا کسان د شخصي کار لپاره د څمکنيو ولسوالۍ ته تللي وو، چې وسله والو د نوزې خولې څخه بیولي او وروسته يې وژلي دي.

د پکتيا والي محمد حلیم فدايي د دې برید غندنه کړې او دا کار يې د اسلام دین او د سولې لپاره د روانو هلو ځلو خلاف بللی دی.

ده ویلي، ترهګر د پرديو استخباراتو په اشاره بې ګناه خلک، قومي مشران، ديني عالمان او د ټولنې خیرغوښتونکي خلک له منځه وړي.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG