د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین په تاجکستان کې د نویو پوځي اډو جوړولو پلان لري: امریکا


تاجکستان دا وخت په خپل هېواد کې د روسې ۷۰۰۰ پوځيانو ته ځای ورکړی
تاجکستان دا وخت په خپل هېواد کې د روسې ۷۰۰۰ پوځيانو ته ځای ورکړی

د امريکا دفاع وزارت وايي، تاجکستان يو له هغو هېوادونو دی چې کېدای شي چين پکې د خپلو نویو پوځي اډو جوړولو پلان لري.

د کانګرس لپاره د امريکا دفاع وزارت پنټاګان کلني راپور چې د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه خپور شوی دا پکې هم راغلي دي چې بيجنګ په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د خپلو موجوده اټومي سرګولولو د ذخيرو دوه چنده کولو پلان لري.

رپورټ وايي، ښکاري داسې چې چين د خپلو پوځي لاجسټک تنصيباتو لپاره په ځينو هېوادونو کې په ځايونو غور کوي.

په دې هېوادونو کې پاکستان، ميانمار، تايلېنډ، سنګاپور، انډونیزیا، سريلانکا، متحده عربي امارات، کينيا، سېشلز، تنزانيه، انګولا او تاجکستان شامل دي.

تاجکستان دا وخت په خپل هېواد کې د روسې ۷۰۰۰ پوځيانو ته ځای ورکړی دی.

روسې د پنټاګان په راپور کې د تاجکستان په يادونه تر دې دمه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG