د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د کورونا وایرس احتمالي واکسین وېشلو تیاریانې


ټرمپ وايي، کېداي شي د کال پای ته رسېدو مخکې واکسین جوړ شي.
ټرمپ وايي، کېداي شي د کال پای ته رسېدو مخکې واکسین جوړ شي.

امريکايي چارواکو خپلو رياستونو ته ويلي دي چې د کورونا وايرس احتمالي واکسين د وېشلو لپاره دې تر نومبر لومړۍ نېټې پورې تيار اوسئ چې ورسره دا اندېښې لا زياته شوي چې د ټرمپ اداره د نومبر په درېمه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې دا واکسین وېشل غواړي.

په ټوله نړۍ کې حکومتونه تمه لري چې ژر تر ژره د کورونا وايرس واکسین جوړ او تقسیم کړي چې ورسره اقتصاد بیرته روان شي ځکه چې دې وايرس تر ۸۵۰،۰۰۰ ډېر خلک وژلي او تر ۲۵ ميلیون زيات یې نیولي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي کېداي شي د کال تر ختمېدو مخکې واکسین جوړ شي. خو روغتیاپلان پوښتنه کوي چې ایا کلینیکي ازموینې به په لنډ وخت کې تنظیم شي؟

د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) له رياستونو او ځينو مقامي حکومتونو په يو ليک کې غوښتنه کړې چې دوی دې بیوروکراټیک خنډونه لرې کړي او احتمالي واکسین تقسيم ته چمتو ووسي.

واکسين په عمومي ډول روغو کسانو ته ورکول کېږي چې احتمالي وايرس ورباندې اغېز ونکړي.
واکسين په عمومي ډول روغو کسانو ته ورکول کېږي چې احتمالي وايرس ورباندې اغېز ونکړي.

د عامه روغتیا ځينو پوهانو د واکسین مهالوېش په اړه اندېښنه راپورته کړې چې دا د ساينس پرځای د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره سياسي مصلحت په توګه رامنځ ته کېږي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په نومبر کې د کېدونکو ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کړې.

د ډېموکراټ ګوند غړو د نوموړي پر دې وړاندیز اندېښنه ښوولې.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جولای پر ۳۰مه وویل چې د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه د دې لپاره کوي چې په باور یې کېدای شي د پوستې (ډاک) له لارې د ووټونو په اچولو کې "ډېرې درغلۍ" وشي.

په امریکا کې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له کبله ډېریو چارواکو وړاندیز کړی چې ولسمشریزو انتخاباتو کې دې خلک د پوست یا ډاکخانو له لارې رایې وکاروي.

ټرمپ د جولای پر ۳۰مه پر ټوېټر ولیکل، د امریکا په اوسني ټاکنیز نظام کې د درغلۍ امکانات زیات دي.

د ولسمشر ټرمپ ټویټ

امریکايي ولسمشر ویلي، د پوستې له لارې د رایو له کارونې سره به د ۲۰۲۰ز کال ټاکنې په تاریخ کې غیر دقیق او له درغلیو ډکې وي چې امریکا ته به لوی شرم وي.

ټرمپ په دې ټویټ کې زیاته کړې، انتخابات دې تر هغو وځنډېږي چې خلک په مناسبه او خوندي توګه ووټونو کارولو ته چمتو شي.

د امریکا په ټاکنو کې د ځنډ پرېکړه یوازې کانګرس کولای شي، خپله ولسمشر دا واک نه لري.

د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د نومبر میاشتې درېیمې نېټې ته پلان شوي.

په امریکا کې د کورونا وایرس پېښو او له دې کبله د مړینې له زیاتوالي سره خلک د دې غوښتونکي دي چې ورته دې د ډاکخانو په ذریعه د رایې ورکونې زمینه برابره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG