د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بېلاروس کې دې حکومت تشدد ودروي: پامپیو


د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو (انځور له ارشیفه)
د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو (انځور له ارشیفه)

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي، امريکا مطالبه کوي چې د بېلاروس حکومت لخوا د اپوزيشن ملاتړو پرضد د تشدد کاروايانو ته دې د پای ټکې کېښودل شي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اګست پر نهمه د لانجمن انتخاباتو په نتيجه کې اوږد مهاله زور واکه مشر الېکساندر لوکاشېنکا د نورو شپږو کالو لپاره ولسمشر شو.

د سېپټېمبر پر دویمه پامپيو خبري غونډې ته دا خبره هم وکړه چې څوک هم په بېلاروس کې له بشري حقونو په سرغړونو کې ککړ وي نو دوی يې پرضد د خپلو ټرانس اټلانټک متحدانو سره په مشوره په ځانګړو هدفي بنديزونو غور کوي.

جارج کينټ چې د بهرنيو چارو وزير د مرستيال په حېث د بلاروس په اړه د پاليسيو څارنه کوي ويلي دي چې امريکا به له خپلو متحدانو سره خبرې جاري ساتي چې دارنګ په انتخاباتو کې د درغليو او اخ و ډب ‌ذمه وارو کسانو پرضد د ممکنه بنديزونو لپاره دوی سره همکاري وکړي.

کينټ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وويل که چیرې روسيه په بېلاروس کې مداخله کوي نو د امريکا او د دې متحدانو لخوا به له سخت غبرګون سره مخ شي.

نوموړي زياته کړه چې د بېلاروس د ولس په سترګو کې د لوکاشېنکا حکومت خپل مشروعيت له لاسه ورکړی.

نو د ده په خبره که روسيه د لوکاشېنکا په ملاتړ پوځي مداخلت کوي نو په دې هیواد کې به د روسیې شهرت ته سخت تاوان ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلاروس کې د ولسمشریزو انتخاباتو د لانجمنو نتیجو پر ضد ولس او اپوزیشن ډلې لارو کوڅو ته وروتلې دي او له تېرو څلور اوونیو راهیسې د مهمو سرکاري کارخانو کارکوونکي د احتجاج په توګه کار ته نه ځي.

په دې مظاهرو کې تراوسه په سلګونو کسان ټپیان شوي او یو شمېر کسان وژل شوي دي.

حکومت تراوسه له ۷۰۰۰ ډېر مظاهرچیان نیولي هم دي.

د اګست له نهمې راهیسې چې د انتخاباتو په پای کې نظرپوښتنو د لوکاشېنکا د بریا اشاره ورکړه، په بېلاروس کې زرګونو کسانو لارو، کوڅو ته مخه کړه.

مظاهرين وايي، دغه ولسمشریز انتخابات چې لوکاشېنکا پکې د لوی بريا ترلاسه کولو ادعا کوي پکې درغلۍ شوې دي.

په بېلاروس کې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې په زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته وتلي دي.
په بېلاروس کې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې په زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته وتلي دي.

دا مظاهرې د لوکاشېنکا ۲۶ کلنې واکمنۍ پر وړاندې لوی چېلنج دی.

په بېلاروس کې د اپوزیشن مشرې سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست نهمې د ولسمشریز انتخاباتو نتايجو خلاف په رسمي توګه شکايت درج کړی دی.

نوموړې ویلي چې هیوادوال به يې کله هم بيا د ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا مشري قبوله نه کړي.

لېتوانيا ته تر فرارېدو وروسته سوېتلانا د اګست پر ۲۰مه په خپل لومړی خبري کانفرنس کې تمه وښودله چې د ولس غږ به واورېدل شي او نوي انتخابات به وشي.

د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو وروسته نوموړې له هېواده ولاړه.

سوېتلانا تیخانوفسکایا وروسته له هغو بلاروس پريښودو چې داسې راپورونه وو هغې ته او کورنۍ ته يې چارواکو دړکې ورکړي.

البته نوموړې په وېلنيس کې خبريالانو ته ویلي دي چې هغه هېواد ته د ستنېدو پلان لري خو چې کله ځان خوندي احساس کړي.

د نوموړې وکيل د اګست پر ۲۰مه د بېلاروس په سپريم کورټ کې شکايات جمع کړی چې دارنګ د نهم اګست انتخابات لغوه کړي او باطل يې اعلان کړي.

په وروستیو ټاکنو کې د اپوزیشن مشرې سویتلانا څېخانوفسکایا کمې رایې وګټلې خو ویې ویل چې الېکساندر لوکاشېنکا په درغلیو ځان ولسمشر کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG