د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن: ولسمشر لوکاشېنکا انتخابات ګټلي دي


پولیسو د مظاهره کوونکو د کنټرولولو پر مهال یو شمېر کسان ونیول
پولیسو د مظاهره کوونکو د کنټرولولو پر مهال یو شمېر کسان ونیول

د بېلاروس د انتخاباتو مرکزي کمېشن وايي، لومړنۍ پایلې ښيي چې اوسمهاله ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا په غوڅ اکثریت بری ترلاسه کړی دی.

د نوموړي مهمې مخالفې نوماندې سوېتلانا تیخانوفسکایا د نظرپوښتنو د پایلو له منلو انکار کړی.

انتخاباتي کمېشن لومړنۍ پایلې د اګست پر ۱۰مه تر هغې وروسته اعلان کړې چې د اتوار پر شپه په پلازمېنه په مېنسک او نورو ښارونو کې د امنیتي سرتېرو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښتې وشوې ځکه چې چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په پای کې نظر پوښتنو د لوکاشېنکا د زیاتو رایو اخیستو خبر ورکړ.

د اګست پر نهمه په هېواد کې ولسمشریز انتخابات وشول او تر دې یوه ورځ وروسته انتخاباتي کمېشن وویل چې لومړنۍ پایلې ښيي چې لوکاشېنکا تر ۸۰ فیصده زیات ووټونه ګټلي او تیخانوفسکایا تر ۱۰ سلنه کمې رایې ګټلې دي.

تر دې مخکې چې شپې مهال دولتي ټېلېوېژن د نظرپوښتنو نتیجې اعلان کړې نو ورسره سم، زرګونه خلک د پلازمېنې مېنسک لارو کوڅو ته ووتل.

تیخانوفسکایا د اګست پر ۱۰مه وویل، ځان د ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکې بولي.

د توت په نوم یوې خپلواکۍ رسنۍ پر ټوېټر د تاوتریخوالي ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې لیدل کېږي چې پولیسان احتجاج کوونکي وهي.

په ویډیوګانو کې ښکاري چې مظاهره کوونکي نعرې وهي چې بېلاروس "زموږ هېواد دی."

د لومړنیو رپورټونو پر اساس پولیسو یو شمېر کسان ونیول.

د بشري حقونو مېنسک مېشته ادارې ویاسنا په وینا، په هېواد کې لږ تر لږه ۱۲۶ کسان نیول شوي چې پکې یې ۵۵ له پلازمېنې ګرفتار شول.

د دې ادارې په خبره، په نیولیو کې دوه ژوبل ول.

په ګرفتارو کسانو کې ۱۶ خبریالان او ۴۰ انتخاباتي څاروني هم شامل دي.

دولتي خبري اژانس بېلتا د اګست ۱۰مې پر سهار د کورنیو چارو وزارت په حواله وویل چې پولیسو "له اجازې پرته د خلکو تر غونډېدو" وروسته حالات کنټرول کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG