د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلاروس: تیخانوفسکایا پر خلکو د احتجاجونو د دوام غږ کړی


سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال
سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال

په بېلاروس کې د اپوزیشن مشرې سوېتلانا تیخانوفسکایا د سرکاري کارخانو او ادارو په کارکوونکو غږ کړی چې د نویو انتخاباتو په لړ کې پر ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا د فشار لا ډېرولو لپاره احتجاجي مظاهرو ته دوام ورکړي.

نوموړې اګست پر۲۱مه په ویډیو پیغام کې ویلي، که ولس یووالی وښيي نو د لوکاشېنکا رېژیم به ټینګ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلاروس کې د ولسمشریزو انتخاباتو د لانجمنو نتیجو پر ضد ولس او اپوزیشن ډلې لارو کوڅو ته وروتلې دي او له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د مهمو سرکاري کارخانو کارکوونکي د احتجاج په توګه کار ته نه ځي.

د اګست له نهمې راهیسې چې د انتخاباتو په پای کې نظرپوښتنو د لوکاشېنکا د بریا اشاره ورکړه، په بېلاروس کې زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته مخه کړه.

د ولسمشر لوکاشېنکا سیاسي مخالفې سوېتلانا تیخانوفسکایا تېره اوونۍ هېواد پریښود او لېتوانیا ته ولاړه.

نوموړې اوس د اپوزیشن له نورو مشرانو سره په شریکه یو ډله جوړه کړې چې د بېلاروس له حکومت سره به د واک انتقال پر چارو خبرې کوي.

خو ولسمشر لوکاشېنکا په هېواد کې د بیا انتخاباتو غوښتنه رد کړې ده او په مذاکراتي ډله يې د حکومت نسکورولو د هڅو تور پورې کړی دی.

د انتخاباتي کمېشن له وینا سره سم، لوکاشېنکا تر ۸۰ فیصده زیاتې او تیخانوفسکایا څه د پاسه ۱۰ سلنه رایې ګټلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG